نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
لومړی لوبه د ارزګان سیلاني اتلانو، او زابل مرغه والو کلبونو تر منځ تر سره شوه . د لوبې پچه ارزګان لوبډلمشر وکټل د توپ وهني پریکړه یې وکړه. ارزګان کلب په ۲۳.۵ اورونو کي د ۱۰ لوبغاړو په سوځیدو زابل کلب ته ۱۲۶ هدف کېښود. د ارزګان کلب لپاره هدایت الله ۳۰ او […]
لومړی لوبه د ارزګان سیلاني اتلانو، او زابل مرغه والو کلبونو تر منځ تر سره شوه .
د لوبې پچه ارزګان لوبډلمشر وکټل د توپ وهني پریکړه یې وکړه. ارزګان کلب په ۲۳.۵ اورونو کي د ۱۰ لوبغاړو په سوځیدو زابل کلب ته ۱۲۶ هدف کېښود.
د ارزګان کلب لپاره هدایت الله ۳۰ او زبیح الله ۲۲ منډي جوړي کړي.
د زابل کلب لپاره منظوراحمد ۳ او حضرت الله ۳ لوبغاړي وسوځول .
ورپسي زابل مرغه وال توپ وهنه پیل کړه په ۲۱.۳ اورونو کي د ۴ لوبغاړو په سوځیدو ټاکل سوی هدف پوره کړ او لوبه یې په ۶ ویکټو وکټل. سمیع الله ۵۰ محمدیونس ۲۶ منډي جوړي کړي.
د ارزګان کلب لپاره هدایت الله ۲ او عزت الله ۱ لوبغاړی وسوځول. دلوبې غوره لوبغاړی سمیع الله ونومول سو.
دوهمه لوبه د هرات باستان او هلمند شعیب خان کلبونو تر منځ تر سره سوه .
دلوبې پچه هلمند لوبډلمشر وګټل او د توپ وهني فیصله یې وکړه.
هلمند شعیب خان کلب په ۲۵ اورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځیدو هرات کلب ته یې ۱۵۰ منډو هدف ورکړ.
هلمند کلب لپاره
محب الله ۴۵ او اعجاز حقیار ۲۰ منډي جوړي کړي.د هرات کلب لپاره اسدالله کاکړ ۳ او محمدعلي ۲ لوبغاړي وسوځول.
ورپسي هرات باستان کلب په ۲۳.۲ اورونو کي د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ټاکل سوی هدف پوره کړ او لوبه یې په ۴ ویکټو وکټل . دهرات لپاره عبدالله تره خیل ۹۴ او فیض همدرد ۱۳ منډي جوړي کړي.
د هلمند کلب لپاره عبدالباري کاکړ ۲ او فضل الحق نیازي ۱ لوبغاړي وسوځول.
دلوبې غوره لوبغاړی عبدالله تره خیل ونومول سو.
نیټه؛ ۱۴۴۳/۵/۹ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.