نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن ورځ دوشنبه د هلمند ولایت د برېښنا ریاست رئیس محترم حافظ هدایت الله محمد صاحب د یوپلاوي په مشرۍ ګرشک ولسوالۍ ته ولاړی او هلته یې د دې ولسوالۍ د برېښنا فابریکه دنږدې ولیدل. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي ښاغلي رئیس د ګرشک ولسوالۍ د علماءکرامو،مجاهدینو او مخورو سره بېلابېلي ناستي وکړې.د […]
نن ورځ دوشنبه د هلمند ولایت د برېښنا ریاست رئیس محترم حافظ هدایت الله محمد صاحب د یوپلاوي په مشرۍ ګرشک ولسوالۍ ته ولاړی او هلته یې د دې ولسوالۍ د برېښنا فابریکه دنږدې ولیدل.
دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي ښاغلي رئیس د ګرشک ولسوالۍ د علماءکرامو،مجاهدینو او مخورو سره بېلابېلي ناستي وکړې.د هغوی ستونزي او وړاندیزونه یې واورېدل او د حل پر لارو چارو یې مفصل بحث او خبري وکړې. په یاده لیدنه کي د برېښنا د مصارفو او بیلونو ارزیابي ترسره سوه.او د ځینو تخنیکي ستونزو د حل پر لارو چارو د اړوند مسئولینو سره تر هراړخیز بحث کولو وروسته لازم پلانونه طرحه سوه چي په اړه به یې لازم اقدامات ترسره سي.
نوموړي د هغه بیلانو د ژر ترژره اجراء کولو امر وکړ چي د ډېر وخت څخه اجراء سوي نه وه او کار یې ځنډېدلی وو.
نېټه:۱۴۴۳/۸/۱۸ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.