دبادغیس ولایت امنیه قوماندانۍ مقام کې د امنیتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ په موخه غونډه ترسره شوه.

  يک شنبه ١٨ / ٧ / ١٤٤٣ هـ ق د بادغیس ولایت د امنيه قومندانۍ مقام کې د امنیتي ځواکونو د همغږۍ په موخه د ياد ولايت د امنيه قوماندان محترم مولوي عبدالستار “صابر” صاحب په غوښتنه غونډه ترسره شول، په غونډه کې چې د ياد ولايت حوزه مشرانو او د چک پواينټونو مسئولين […]

 

يک شنبه ١٨ / ٧ / ١٤٤٣ هـ ق

د بادغیس ولایت د امنيه قومندانۍ مقام کې د امنیتي ځواکونو د همغږۍ په موخه د ياد ولايت د امنيه قوماندان محترم مولوي عبدالستار “صابر” صاحب په غوښتنه غونډه ترسره شول، په غونډه کې چې د ياد ولايت حوزه مشرانو او د چک پواينټونو مسئولين شرکت کړى ؤو، د غونډې پيل لمړۍ د ياد ولايت د امنيه قوماندان محترم مولوي عبدالستار “صابر” صاحب لخوا په حمد او ثنا سره وشو، وروسته د ټولو حوزو او چک پواينټونو د مسئولينو څخه د امنيت ټينګښت، او خپلو مسئولیتونو ته متوجه کيدل او د اولس سره د لا ښه سلوک غوښتنه وشوه، او همداراز امنيه قومندان د ټولو حوزو او چک پواينټونو مسئولين ته په خپله وينا کې وويل چې د ټولو امنیتي ځواکونو ته د نظامي روزنې د معسکراتو په برخه کې زمينه برابره شوې، او دا لړۍ به ترهغه دوام ولرې ترڅو ټوله امنیتي ځواکونه د نظامي زدکړو څخه فارغ کيږې.
دغونډې په پاى کې د ټولو حوزو او د چک پواينټونو د مسئولينو پيشنهادونه او مشکلات د امنيه قومندان لخوا واوريدل شول، او د مشکلاتو د حل په برخه کې يې د خپل وس مطابق ډاډ ورکړل شو.