دایکندي: د څښاک اوبو او مبرزونو پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۶) د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ او همغږۍ، د NCA مؤسسې په مالي مرسته د دایکندي ولایت په سنګتخت او بندر ولسوالیو کې د اوبو رسولو د ۶ شبکو ( یوه شبکه د سولر پمپ سیسټم سره او پنځه شبکې د ګراویټي په شکل) او د کلینیک لپاره […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۶) د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ او همغږۍ، د NCA مؤسسې په مالي مرسته د دایکندي ولایت په سنګتخت او بندر ولسوالیو کې د اوبو رسولو د ۶ شبکو ( یوه شبکه د سولر پمپ سیسټم سره او پنځه شبکې د ګراویټي په شکل) او د کلینیک لپاره د ۴ مبرزونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. یادو پروژو څخه ۲۱۲ کورنۍ، یو باب کلینیک او ۲ بابه ښوونځي چې ۹۰۰ زده کوونکي لري، برخمن شول. دغه شبکې د سولر پمپ او ګراویټي په شکل تطبیق شوي او د نوموړو پروژو لګښت ۸۲۴۴۸ زره امریکايي ډالره دی چې د افغانستان د مرکزي سیمو د هوساینې کمیټې (CAWC) له خوا پلي کیږي.