نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د فراه ولایت امنیه قوماندان حاجي ملا نعمت الله “معصوم” په خپل کاري دفتر کې د یاد ولایت له امنیه آمرینو سره وکتل. غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه. لومړی ښاغلي معصوم د حوزو آمرینو ته ښه راغلاست وویل، ده په فراه ولایت کې شته امنیتي […]
نن د فراه ولایت امنیه قوماندان حاجي ملا نعمت الله “معصوم” په خپل کاري دفتر کې د یاد ولایت له امنیه آمرینو سره وکتل.
غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړی ښاغلي معصوم د حوزو آمرینو ته ښه راغلاست وویل، ده په فراه ولایت کې شته امنیتي ستونزې او ننګونې واورولي.
آمرینو هم په دې ناسته کې خپل کاري راپور او ورسره شته ستونزې له امنيه قوماندان صاحب سره شريکې کړي، دوی زياته کړه، چې يو شمېر غير مسوولو کسانو نظامي يونيفورم اغوستى، دوی همدارنکه په ښار کې د کم عمره تنکي ځوانانو د تیز موټرسیکل چلندونې څخه اندېښنه څرګنده او د دې کار د مخنیوي غوښتونکي وه.
د فراه ولایت امنیه قوماندان د امنیتی ځواکونو دکارونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې هیچاته به اجازه ورنکړل شي، چې له پوځي یونیفورم څخه په شخصي توګه ګټه واخلي.
ښاغلي معصوم ټولو آمرینو ته په ټېنګه توګه لارښوونه وکړه، چې د
هیوادوالو د امنیت د ټېنګښت په موخه باید له هیڅ ډول هلو ځلو څخه سپما ترسره نه کړئ.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.