نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دهلمند ولایت د امربالمعروف نهي عن المنکر ریاست د علماء کرامو له خوا نن د ګرمسېر ولسوالۍ په مربوطاتو کي غونډه وسوه. دغه غونډه د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه، وروسته د امربالمعروف نهي عن المنکر ریاست له خوا د توظیف سوو علماء کرامو له خوا د غونډي […]
دهلمند ولایت د امربالمعروف نهي عن المنکر ریاست د علماء کرامو له خوا نن د ګرمسېر ولسوالۍ په مربوطاتو کي غونډه وسوه.
دغه غونډه د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه، وروسته د امربالمعروف نهي عن المنکر ریاست له خوا د توظیف سوو علماء کرامو له خوا د غونډي برخوالو ته د اسلامي شریعت د احکامو سره سم اصلاحي بیانونه وسوه.
د باختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي غونډه کي دیني عالمانو د اسلامي احکامو د تطبیق او صالحه اعمالو پر کولو ټینګار وکړ، خلګ یې د اسلامي شریعت عملي کولو ته راوبلل او د ټولني د اصلاح په اړه یې هر اړخیزي خبري وکړې. همدارنګه یې ورته غونډه نن د مرکز لښکرګاه ښار د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست کي هم جوړه کړې وه.
د یادولو ده چي د امربالمعروف نهي عن المنکر ریاست د ټولني د اصلاح او شریعي احکامو د تطبیق په اړه بېلابیلي غونډي او سیمینارونه جوړ کړي او لا یې فعالیت دوام لري.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۱۸ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.