نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
ارزګان راپور نیټه: ۱۴۴۳/۶/۵ ه ق تیره ورځ دیادولایت ددهراود ولسوالی دعونډی په تالارکی دټولو مسولینو ترمنځ دهمژغي غونډه ترسره سوه’ دغونډی ګډون وال ددی ولسوالی ولسوال محترم امین صیب ،امنیه قومندان محترم حنفی صیب ،داستخباراتو مدیر محترم غازی مولوی صیب اودیادی ولسوالی ټول نظام اوملکی مسؤلینو وو. غونډه لومړی دقران عظیم […]
ارزګان
راپور نیټه: ۱۴۴۳/۶/۵ ه ق
تیره ورځ دیادولایت ددهراود ولسوالی دعونډی په تالارکی دټولو مسولینو ترمنځ دهمژغي غونډه ترسره سوه’
دغونډی ګډون وال ددی ولسوالی ولسوال محترم امین صیب ،امنیه قومندان محترم حنفی صیب ،داستخباراتو مدیر محترم غازی مولوی صیب اودیادی ولسوالی ټول نظام اوملکی مسؤلینو وو.
غونډه لومړی دقران عظیم شان په ځو مبارکو ایاتونو پیل سوه.
وروسته دیادی ولسوالی ولسوال محترم امین صیب ویناه وکړه او وویل موږ اوتاسو مکلف یو چي دخپل ولس دپاره یوښه امنیت تامین کړو ترځو ولس مو په ښه ډاډمن امنیت کی ژوند وکړی، اوټینګار ئ وکړ چی باید دجنائ جرمونو په وړاندي کوټلی ګامونه پورته کړو.
په یاده عونډه کی ددی ولسوالی امنیه قومندان محترم حنفی صیب دخپلي وینا پرمهال دآمین صیب دخبرو دتائید ترځنګ وویل چی موږ به دخپل ولس او مجاهدینو وهرمشکل ته پرخپل وخت رسیده ګی کوو
اودټولو ماموریتونو امرینو ته جدی هدایت کوو چی تاسو باید شپه او ورځ دولس خدمت ته متوجه سي. احساس وکړی چی دولسی وګړوسره ښه سلوک زموږ اوتاسو یواخلاقی دنده ده .
عونډي ته داستخباراتو مسؤل هم وینا وکړه هغه په خپلو خبروکی وویل چی موږ اوتاسوباید یودبل سره په همژغی خپل کارونه مخته وړو چی دادپرمختګ یوښه لاری هم دی
اونوموړی دټولومسؤلیونو څخه دهمکاری غوښتنه هم وکړه.
یاده غونډه کی پریولړه نورومسایلو هم بحث اوخبری وسوی ترځو دحل لپاره ئ لاری چاری ولټول سی، غونډه ددوعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.