دارزګان ولایت دوالي ، مرستیال والي، امنیه قوماندان ترمشری لاندي دګڼو نورو امنیتی مسؤلینوسره غونډه ترسره کړه

ارزګان. راپور نیټه: ۱۴۴۳/۶/۱ ه ق تیره ورځ له غرمی وروسته دارزګان ولایت والي حاجي دعوت صاحب اومرستیال والي حاجي مزمل صاحب او امنیه قوماندان حاجي ملاعبدالله بشیرصاحب ترمشری لاندي دګڼو نورو امنیتی مسؤلینوسره غونډه ترسره کړه . غونډه چي دارزګان دامني قومانداني په انګړکي دائره سوي وو دیادو لوړرتبه مسؤلینوترڅنګ ارزګان کي دصفوفودتصفيې دکمیسون […]

ارزګان.
راپور نیټه: ۱۴۴۳/۶/۱ ه ق

تیره ورځ له غرمی وروسته دارزګان ولایت والي حاجي دعوت صاحب اومرستیال والي حاجي مزمل صاحب او امنیه قوماندان حاجي ملاعبدالله بشیرصاحب ترمشری لاندي دګڼو نورو امنیتی مسؤلینوسره غونډه ترسره کړه .

غونډه چي دارزګان دامني قومانداني په انګړکي دائره سوي وو دیادو لوړرتبه مسؤلینوترڅنګ ارزګان کي دصفوفودتصفيې دکمیسون نمائنده سالم اخندذاده صاحب ، ددغه ولایت دامنیت امرکامران صاحب ، دامني قومانداني اداري معاوین نعمانی صیب ، دارزګان دڅلورمي پلي لیوا قوماندان حبیب صاحب ، دولسوالیو امنیه قوماندانان او دحوزومسؤلینوګډون کړي وو.

غونډه لومړي دقران عظیم الشان په یو څومبارکوایاتنوسره پیل سوه ورسته د ارزګان ولایت والي محترم حاجي دعوت صاحب وینا وکړه نوموړي دخپلي وینا پرمهال وویل ټول امنيتي مسؤلین مکلف دي چي ارزګان کي دلاښه ډاډمن امنیت زمینه برابره کړي اودهغو کسانومخه ونسي چي ارزګان کي فسادته لاره جوړوي ترڅوعام اولسونه نورهم دخوشحالي احساس وکړی،
حاجی دعوت صاحب همداراز ارزګان کی دصفوفو دتصفي دکمیسون مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چي دصفوفودتصفی په چاروکي نورهم ګامونه وچت کړي ترڅوهغه کسان دا.ا.ا.دصف څخه خارج سي چي دا.ا.ا.له نامه څخه غلطه استفاده کوي.

دغونډي په جریان کي دارزګان امنیه قوماندان حاجي ملاعبدالله بشیر صاحب هم وینا وکړه او وویل له نظامي موټروڅخه په ودو اوخوشحالیوکي یادیته ورته په نوروشخصي کاروکي استفاده کول منعه ده ځکه له نظامي موټرو یواځي باید دنظام لپاره استفاده وسي نوموړي زیاته کړه چی دچیک پاینټونو مسؤلین دي کوشش وکړي چي پرچیک پاین داسي کسان مؤظف کړي چي مسلکي وي او داولس سره نیک برخودکوي بشیر خپلوڅرګندونوکي دولسوالیوامنیه قوماندانانواودحوزومسؤلین ته سپارښتنه وکړه چی ساقیان اوهغه کسان چي پرځوانانوهیروین یا نورنشي توکي پلوري لومړي تعقیب ورسته یي ګرفتارکړي اودقانون منګلوته وسپاري بشیر حاجي امنیتي مسؤلینوته دعلمي سمیناردائر کولویادونه وکړه او زیاته کړه کوشش به ددي وکړو چي ټولوامنیتي سرتیروته ددیني علماؤپه همکاري علمي سمینارونه جوړکړو.

په ورته وخت کي دارزګان مرستیال والي حاجي مزمل صاحب هم وینا وکړه او وویل ساقیان او دنشي توکو پلورنکي زموږ ځوانان او ټولنه را خرابوي نو په کارده چي ددوي لپاره ځانګړی محبس جوړ سی حاجي مزمل وویل موږ به هیځ چاته اجازه ورنکړو چي زموږ دټولني ځوانانو په فساد اخته کړی .

په غونډه کي دامني قومانداني اداري معاوین نعماني اودامنیت امر کامران اخندذاده هم ویناوي وکړي نوموړوپخپلوخبروکي دامنیت ډاډ ښکاره کړي اوزیاته کړه چی هرهغه ځوک چي زموږ اولسونوته دامنیت ګواښ پیښ یي موږبه يي ګرفتاره کړو
غونډه ددعائ په ویلو پای ته وره سیده.