دارزګان ولایت دامنیتي مسؤلینوترمنځ دهمږغي او داولس سره دښه چلند په موخه غونډه ترسره شوه

راپور.نیټه:  ۱۴۴۳/۵/۲۹ ه ق نن له غرمي وروسته دارزګان ولایت دامنیتي مسؤلینوترمنځ دهمږغي او داولس سره دښه چلند په موخه غونډه ترسره شوه   غونډه چي دارزګان دامنيه قومانداني په انګړکي دائره سوی وه دارزګان ولایت مرستیال والي حاجي مزمل صاحب، امنیه قومندان حاجي ملاعبدالله بشیرصاحب او دیاد ولایت دټولو ولسوالیو امنیه قوماندانانو اودحوزو مسؤلینو […]

راپور.نیټه:  ۱۴۴۳/۵/۲۹ ه ق

نن له غرمي وروسته دارزګان ولایت دامنیتي مسؤلینوترمنځ دهمږغي او داولس سره دښه چلند په موخه غونډه ترسره شوه

 

غونډه چي دارزګان دامنيه قومانداني په انګړکي دائره سوی وه دارزګان ولایت مرستیال والي حاجي مزمل صاحب، امنیه قومندان حاجي ملاعبدالله بشیرصاحب او دیاد ولایت دټولو ولسوالیو امنیه قوماندانانو اودحوزو مسؤلینو ګډن کړي وو.

 

غونډه لومړي دقران العظیم الشان په یوځومبارکوایاتونوسره پیل سوه ورسته دارزګان امنیه قوماندان حاجي ملا عبدالله بشیر وینا وکړه.

 

نومو وړي دخپلی وینا پرمهال وویل داچي د,ا.ا.ا.په راتګ سره ارزګاني اولسونه یو ارام اوخوشحاله ژوندلري اودامنیت په فضاء کي خپل دژوندچاري پرمخ وړي نوموږ اوتاسي به کوشش کوو چي ارزګانیانوته دلاښه ډاډمن امنیت زمینه برابره کړو او ولسونوته نورهم امنیت تامین کړو ترڅو اولسونه مونورهم خوشحاله اوسوکاله ژوندولري.

 

دغونډي په جریان کي دارزګان مرستیال والي حاجي مزمل صاحب دارزګان امنیتی مسؤلینوته سپارښتني وکړي چي داولس سره به نیک برخورد  کوي نوموړي همدارازوویل کوم کسان چي داولس امنیت ته ګواښ پیښوي اود اولسونو دازارسبب ګرزي لومړي باید تعقیب او بیا ګرفتار اودحق منګلوته وسپارل سي.

 

دغونډي په جریان کي دولسوالیوامنیه قوماندانانواودحوزو مسؤلینو دارزګان مرستیال والي حاجي مزمل صیب  او امنیه قوماندان حاجی بشیرصاحب ته دهر راز امنیت دټنګښت اواولس ته دښه خدمت کولو ډاډ ورکړ اوورته څرګنده یي کړه چي موږ به دخپل ټول توان طاقت سره خپلو اولسونو ته امنیت تامین وو.