دارزګان ولایت داطلاعات او فرهنګ ریاست په مقام کي دامربالمعروف او نهې عن المنکرجلب جذب سمع شکایاتو ریاست استازو د ټولو رسنیو له مسئولینو سره غونډه وکړه.

دارزګان ولایت داطلاعات او فرهنګ ریاست په مقام کي دامرباالمعروف او نهې عن المنکرجلب جذب سمع شکایاتو ریاست استازو د ټولو رسنیو له مسئولینو سره غونډه وکړه. غونډه لومړی د قرآن کریم په څومبارکوایاتونوسره پیل سوه. وروسته داطلاعاتوفرهنګ استازي مولوی کامران دټولورسنیو مسئولینوته سپارښتنه وکړه چی دټولورسنیو څپرونې باید د اسلامی اوشرعي احکاموسره برابري چمتواو […]

دارزګان ولایت داطلاعات او فرهنګ ریاست په مقام کي دامرباالمعروف او نهې عن المنکرجلب جذب سمع شکایاتو ریاست استازو د ټولو رسنیو له مسئولینو سره غونډه وکړه.

غونډه لومړی د قرآن کریم په څومبارکوایاتونوسره پیل سوه.

وروسته داطلاعاتوفرهنګ استازي مولوی کامران دټولورسنیو مسئولینوته سپارښتنه وکړه چی دټولورسنیو څپرونې باید د اسلامی اوشرعي احکاموسره برابري چمتواو نشرته وسپارل سي، اوزیاته ئي کړه چي زموږ ټولنه اسلامي ټولنه ده نو زموږ اوستاسي ټول کارونه حرکاته،اوکړنې باید داسلامی اصولو په رڼاکي ترسره سي.

وروسته دامربالمعروف او نهې عن المنکر سمع شکایاتو مسئول حق بیان مولوی صاحب ویناوکړه او زیاته ئي کړه چي ټولې رسنۍ دا مکلفيت لري چي خپلې برنامي اوخپرونی د اسلامي اوشرعي احکاموپه رڼاکي چمتو او خلکوته وړاندي کړي اوټولي هغه مادي ئي ورته بیان کړي چي داسلامي امارت دامرباالمعروف نهي عن المنکرسمع شکایاتو وزارت چمتو او خپل اړوند ریاستونوته ئې استولی وي. اویادونه ئې وکړه چي هيڅ یو رسني حق نلري چي د اناث طبقي اواز بيلاضروته خپور کړي، اونه هيڅ یو ټلویزیون حق لري چي هغه فلمونه چي د شرعي اصولواو افغاني ارزشتونوخلاف وي خپاره کړي.

داسي ډرامي هم باید نشرته ونه سپاري چي دینې شعائرواو یاهم  انساني کرامت ته پکي سپکاوي وي.

هغه سریالونه چی د انبیاؤیاصحابه کراموتمثیل په کې سوی وی اوتصویري شکل ولری مطلقآ ئې نشرول منع دي.

او وروسته دټولورسنیو مسئولینو داژمنه وکړه چي زموږ ټولي خپرونې به د اسلامي اوشرعی قانون تر چترلاندی چمتو او ورسته به نشرته سپارل کیږي، اوزیاته ئې کړه چي موږ داکوښښ کوو چي هميشه داسي پرګرامونه ترتیب او نشرکړو چی دافغانې ټولني ارزښتونه اوسمون پکښي نغښتي وي، او د اوریدونکو لپاره یو ښوونیزه بڼه ولري.

غونډ د دعاپه ویلوسره پای ته ورسیده.