دارزګان والي حاجی دعوت صاحب دامنیه قومندانی د نقلیه وسایطو دترمیم ورکشاپ د کارکوونکو معاشونه به ډېر ژر ورکړل شې.

  نيټه: ۱۴۴۳/۵/۱۰ ه ق   د ارزګان ولایت د امنیه قومندانی د دنقلیه وسایطو د ورکشاپ کار کوونکو د دغه ولایت د والي حاجي دعوت صاحب او د امنیه قومندان حاجي ملا عبدالله بشير صاحب څخه د خپلو معاشاتو د ورکولو غوښتنه وکړل او وویل چې دوی د ډیرو اقتصادي ستونزو سره لاس او […]

 

نيټه: ۱۴۴۳/۵/۱۰ ه ق

 

د ارزګان ولایت د امنیه قومندانی د دنقلیه وسایطو د ورکشاپ کار کوونکو د دغه ولایت د والي حاجي دعوت صاحب او د امنیه قومندان حاجي ملا عبدالله بشير صاحب څخه د خپلو معاشاتو د ورکولو غوښتنه وکړل او وویل چې دوی د ډیرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د ارزګان والي محترم حاجي دعوت صاحب وویل چې اسلامي امارت هڅه کوي چې د امنیه قومندانی د نقلیه وسایطود ترمیماتو ټولو کارکوونکو ته به ډیر ژر معاشات اجراء سی  او دوی ته يي لار ښودنه وکړه چې خپلو ورځنیو دندو ته په پوره اخلاص سره ادامه ورکړي.

نوموړي امنیه قومندان ته وویل چې د یادو کارکونکو لپاره لازمی اسانتیاوی برابري کړی.

اوهمدارنګه امنيه قومندان بشیرصاحب د امنیه قومندانی د نقلیه وسایطو استادانو او کارکوونکو ته ډاډ ورکړ او وویل چې یاد کارکوونکي دي هیڅ نوع تشویش نه کوي خپلو دندو ته دي ادامه ورکړي.