نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ورځې خبره تېرو دوه- درې ورځو کې امیرالمؤمنین(حفظ الله) د څلور دېرشو ولایاتو والیانو، امنیه قوماندانانو او څه نورو مسئولینو یوې غونډې ته په کابل کې په ټینګار سره وویل چې له ډېرو ودونو، عمرو او نفلي حجونو دې تېر او د امارت د فرمانونو په تطبیق کې دې هڅه هاند وکړي- حقیقت دادی […]
د ورځې خبره
تېرو دوه- درې ورځو کې امیرالمؤمنین(حفظ الله) د څلور دېرشو ولایاتو والیانو، امنیه قوماندانانو او څه نورو مسئولینو یوې غونډې ته په کابل کې په ټینګار سره وویل چې له ډېرو ودونو، عمرو او نفلي حجونو دې تېر او د امارت د فرمانونو په تطبیق کې دې هڅه هاند وکړي- حقیقت دادی چې که پر یادو سپارښتنو ښه ژور غورو شي نو داسې معلومیږي چې د پورتنیو کړنو اصلي سرچینه د مسلمانانو په بیت المال کې خیانت، خلکو سره غداري او رشوتو نه خوړل دي- ځکه د حکومتي چارواکو لپاره به ډېره ګرانه وي چې په خپل محدود معاش سره هوسي ودونه، عمرې او نفلي حجونه ترسره کړي- مطلب دا چې د ایمانداري او صداقت مهم معیار په مالي چارو کې روڼتیا ده، نه د نوافلو کثرت- په دې اساس نو که یوه اداره او نظام له مالي پلوه شفافیت نه برخمنه وي عوامي باور هم په اسانۍ ترلاسه کولی او ډېری وګړي یې مرسته کولی شي. خو که خدای دې نکړي عام ولس ته معلومه شي چې مشران او چارواکي یې د خپلو جیبونو په ډکولو بوخت دي، بیانو په هېواد کې عمومي فساد خپریږي- ملي عواید او تولیدات بې برکته، ټوله خزانه سپېره او پای کې حکومت او رعیت داغیارو په قرضونو کې ډوبیږي د هغو هېوادونو چارواکي چې له آره ټګان، ناولي، غله او بدنامه اشخاص وي نو که سبا هر څومره بدنامي او بدرنګي ورپیښیږي، چورت یې نه پرې خرابیږي- خو که یاد چارواکي زموږ د اوسنیو مشرانو په شان له دیني علومو، دیندارۍ او جهاد سره تړاو لري نو پرته له شکه چې نه یوازې خپله بدنامیږي بلکې ټول اسلامي نظام هم په کور د ننه او هم ټوله نړۍ کې له ناکامۍ رسوايۍ او شرمندګۍ سره مخ کوي- دا لا څه چې ان هغه افغاني ټولنه چې دیني التزامات یې ډېر ټینګ او ملایان پکې ترهرې بلې طبقې زیات مخور دي، ښايي داسې یې وننګوي چې سیاسي او انتظامي مشرتوب څه ان لا دیني شعایرو کې به هم بې اغېزې او بې دخیله شي- له بده مرغه همدا هغه وضعیت دی چې د کفري نړۍ پروپاګند بیا اورېدونکي پیدا کوي او د افغاني ملتزمې ټولنې په منځ کې هم کرار کرار د بې دینۍ، الحاد او فساد خپرېدو ته لارې هواریږي- لنډه دا چې دیندارۍ او جهاد ته منسوب اشخاص دې په مالي چارو او بیت المال سره په چلند کې انتهايي زیات محتاط او پرهېزګار اوسي. ځکه عوام یې همدې اړخ ته ښه په ځېر سره متوجه وي او همېشه یې تر څارنې لاندې نیسي. نو که خدای مکړه په دې ازمیښت کې څوک ناکام شي، پرته له شکه چې هم یې دنیا ولاړه او هم به آخرت کې د خالق او ټولو مخلوقاتو پر وړاندې له سختې رسوايۍ او شرمندګۍ سره مخ کیږي
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.