خوست مرکز کې کمپایني وحشیانو د لېسې استاد شهيد کړی

په اولسي کورونو او خلکو د جنایکار دښمن د وحشتونو په دوام پرون شپه د کمپاین په نوم د CIA کرایي قاتلینو د خوست مرکز اړوند ورغه کلي سړو اوبو سیمه کې د عامو خلکو په کورونو چاپه وهلې. دغه جنایت پر مهال دښمن د سردار ولي په نوم د توت پالي لیسې یو تن […]

په اولسي کورونو او خلکو د جنایکار دښمن د وحشتونو په دوام پرون شپه د کمپاین په نوم د CIA کرایي قاتلینو د خوست مرکز اړوند ورغه کلي سړو اوبو سیمه کې د عامو خلکو په کورونو چاپه وهلې. دغه جنایت پر مهال دښمن د سردار ولي په نوم د توت پالي لیسې یو تن ښوونکی لومړی له کوره ایستلی او بیا یې په ډېر قساوت سره په شهادت رسولی دی.

پاته دي نه وي، چې د کمپایني وحشیانو دا لومړی جنایت نه دی، بلکي هره شپه د خوست او څېرمه ولایتونو خلک له کورونو ایستل کېږي په سخت وحشت تر شکنجو او تعذیبونو لاندې شهيدانېږي او جسدونه یې په بیلابیلو سیمو کې غورزول کېږي.

‏2021‏/4‏/3