خوست او فراه ولایتونو کې د اوبو رسولو پروژو چارې پیل شوې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۶) د کلیو او پراختیا وزارت چارواکي وایي چې په خوست او فراه ولایتونو کې یې د اوبو رسولو د ګڼو پروژو چارې پیل کړې دي. یاد وزارت ویلي، فراه ولايت د ګهنکان کلا اړوند د ملکې په نامه سيمه کې د کلیو بیارغوني او پراختیا ریاست په همغږي د یونیسف له […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۶) د کلیو او پراختیا وزارت چارواکي وایي چې په خوست او فراه ولایتونو کې یې د اوبو رسولو د ګڼو پروژو چارې پیل کړې دي.

یاد وزارت ویلي، فراه ولايت د ګهنکان کلا اړوند د ملکې په نامه سيمه کې د کلیو بیارغوني او پراختیا ریاست په همغږي د یونیسف له لوري د (۵۴۳۳۹۲۸) افغانیو په مالي لګښت د اوبو رسولو شبکې د رغولو چارې پیل شوې.
د دې شبکې د رغولو چارې د کلي پراختیایې شورا ته په قرارداد ورکولې شوې، چې د (۶) مياشتو په موده کې به یې رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې شي.
یاده شبکه د (۴۰) متره مکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري، چې پر مټ به یې (۲۲۵) کورنۍ، يو جامع جومات او يوه دينې مدرسه د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمن شي.

بلخوا بیا د خوست ولایت د کليو دبيا رغونې او پراختيا رياست تر نظارت لاندې د ( OCHR ) موسېسې په همکارۍ د ( UNICiF ) ادارې له خوا د ۱.۲ میلیون امريکايي ډالرو په مالي لګښت د څلورو ولسواليو له پاره څښلو د پاکو اوبود ۱۳ سولري شبکو او ۶۴۰ مبرزونو د پروژو د بنسټ ډبرې د يوې راټولېدنې په ترڅ کې کېښودلې شوې.

يادې پروژې به د اسمعيل خېلو منوزيو ، تڼيو ، سپېرې او نادرشاه کوټ ولسواليو کې ۵۳۲۳ کورنيو له پاره ترسره شي چې ۱۲۰ کاري ورځو په موده کې به ۱۶۸۶۹ ماهرو او غيرو ماهرو کاريګرو ته د کار اومزدورۍ زمينه برابره کړي د سپېرې ولسوالۍ له پاره ۱۰۰۰ لاسي کراچۍ ، بېلچې ، کثافت دانۍ او د روغتيا قوطيو د توزيع تر څنګ به ورته د حفظ الصحې په برخه کې عامه پوهاوی هم ترسره شي .