خوست: اسماعیل خیلو کې کمپایني وحشیانو اولسي وګړی شهيد کړ

د کمپاین په نوم د افغانانو د وژني لپاره د سې ای اې د کرایي قاتلینو وحشت لا دوام لري. په دې لړ کې یادو وحشیانو له خپلو بادارانو د امتیاز او کریډیټ اخیستلو لپاره وړمه شپه د خوست په اسماعیل خیلو کې د حسن زیو په کلي چاپه وهلې. یادو جنایتکاران د خلکو په […]

د کمپاین په نوم د افغانانو د وژني لپاره د سې ای اې د کرایي قاتلینو وحشت لا دوام لري. په دې لړ کې یادو وحشیانو له خپلو بادارانو د امتیاز او کریډیټ اخیستلو لپاره وړمه شپه د خوست په اسماعیل خیلو کې د حسن زیو په کلي چاپه وهلې. یادو جنایتکاران د خلکو په کورونو په زور ورننوتلي او د زکیم نور ولد سیداحمدخان په نوم یې یو عام وګړی نیولی او له ځان سره بیولی، خو تېره شپه یې تر سختو تعذيبونو او شکنجو لاندې په شهادت رسولی.

پاته دي نه وي چې دغه وحشیان په خپل سرې توګه د خپلو خارجي بادارانو د اهدافو په تعقیب له کورونو، دوکانونو او بازارونو څخه عام خلک نیسي بیایې په شهادت رسوي او اجساد یې په بې حرمتۍ سره یو بل ځای غورځوي.

‏2021‏/4‏/10