ختیز زون کې د ملګرو ملتونو مسولینو او همکارو موسسو نماینده ګانو د نورستان مرستال والي سره لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې د ملګرو ملتونو استازو او همکارو موسیسو نماینده ګانو، اړمنو، طبعی پیښو کې زیانمن شو او د جګړو له امله بې ځایه شوو کورنیو سره د بشري مرستو په ترسره کولو خبرې وشوې. نمایندګانو وویل هغه کورنۍ چی د جګړې له امله زیانمندشوې او یا له خپلو اصلی سیمو نه بې […]

په دغه لیدنه کې د ملګرو ملتونو استازو او همکارو موسیسو نماینده ګانو، اړمنو، طبعی پیښو کې زیانمن شو او د جګړو له امله بې ځایه شوو کورنیو سره د بشري مرستو په ترسره کولو خبرې وشوې.

نمایندګانو وویل هغه کورنۍ چی د جګړې له امله زیانمندشوې او یا له خپلو اصلی سیمو نه بې ځایه شوې ورته لومړیتوب ورکو او هر ډول شرایطو کې به خپلی همکارۍ ته د تیر په څیر دوام ورکوو او زیاته یې کړه چې د (WFP) له لوري به ۸۶۵۷ کورنیو سره د خوړو په برخه کې او د (IOM) موسسې له لوري ۳۰۰ کورنیو سره نغدي او ژمنۍ مرستې ترسره شي.

د نورستان مرستیال والي شیخ عصمت الله د ملګروملتونو استازو او نورو نړیوالو همکارو موسسو استازو ته ښه راغلاست او مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په اوسنیو شرایطو کې د نورستان ډيری وګړی زیاتو مرستو ته اړتیا لري مرستیال والي وویل په تیر کې نورستان ولایت ته د مرستو په برخه کې خاصه پاملرنه نده شوی اوس مهال چې امنیت خوندي دی نو نورستان ته باید ځانګړې پاملرنه وشي او موږ هر ډول همکارۍ ته تیار یو.

۶/۳/۱۴۴۳