خاص بلخ کې په تېر پسې یو بل جنایت کې اولسي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته

وروسته له هغه چې تېره شپه امريکایي اشغالګرو د خاص بلخ ولسوالۍ په غونډانو سیمه کې د سیمه ایزو خلکو په غونډه وحشیانه بمبار کې د ګڼو قومي مشرانو په ګډون ۱۶ اولسي خلک شهيدان او ټپیان کړل، نن د ورځې ۹:۳۰ بجې دښمن یو ځل بیا د خاص بلخ ولسوالۍ څلورلاري ته څېرمه په […]

وروسته له هغه چې تېره شپه امريکایي اشغالګرو د خاص بلخ ولسوالۍ په غونډانو سیمه کې د سیمه ایزو خلکو په غونډه وحشیانه بمبار کې د ګڼو قومي مشرانو په ګډون ۱۶ اولسي خلک شهيدان او ټپیان کړل، نن د ورځې ۹:۳۰ بجې دښمن یو ځل بیا د خاص بلخ ولسوالۍ څلورلاري ته څېرمه په هغو اولسي خلکو بې رحمانه برید کړی او د دوی مخه یې نیولې چې غوښتل یې تېره شپه د اشغالګرو لخوا ترسره شوي جنایت په ضد لاریون وکړي او نړيوالو ته په ډاګه کړي چې دغه برید په عامو خلکو شوی او ټول پکې تش لاس اولسي وګړي شهيدان شوي او ژوبل شوي دي.
د راپور له مخې د مزدور دښمن لخوا په ویرجنو لاریون کوونکو دغه برید کې د مطيع الله ولد حاجي فرید په نوم د غونډانو کلي یو تن په شهادت رسيدلی او ۵ نور ژوبل شوي دي.
2020/5/12