نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۲) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت په مشري ازبکستان هېواد ته د امارتي ادارو تللی پلاوی نن دوشنبه له یاد هېواد سره د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ د انتقالاتو او حفظ و مراقبت قرارداد لاسلیکولو وروسته هېواد ته راستون شو. دغه سفر له ډیرو لاسته راوړنو […]
الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۲) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت په مشري ازبکستان هېواد ته د امارتي ادارو تللی پلاوی نن دوشنبه له یاد هېواد سره د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ د انتقالاتو او حفظ و مراقبت قرارداد لاسلیکولو وروسته هېواد ته راستون شو. دغه سفر له ډیرو لاسته راوړنو ډک وو، چې یوه مهمه لاسته راوړنه یې له یاد مسیر څخه د انتقالاتو پیل وو. له دې وروسته به د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې په نورمال ډول واردات او صادرات کیږي او حيرتان بندر به لکه د تېر په شان د سوداګریزو توکو د لېږد را لېږد مرکز وي. د سفر نور جزئیات په راتلونکو نشراتو کې له هېوادوالو سره شریک کیږي.
د نشراتو آمریت ۲۴ سلواغه ۱۴۰۱ ه.ش
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.