حقاني: نړیوالې رسنۍ دې واقعیتونه رسنیز کړي

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۷) نن د افغانستان اسلامي امارت ‎د کورنیو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیفه صاحب سراج الدین حقاني د بي بي سي د جنوبي اسیا څانګې له مشري جیکي مارټینز سره وکتل او په مختلفو موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړ. ‎په کتنه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر دوی ته ښه راغلاست ووایه او […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۷) نن د افغانستان اسلامي امارت ‎د کورنیو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیفه صاحب سراج الدین حقاني د بي بي سي د جنوبي اسیا څانګې له مشري جیکي مارټینز سره وکتل او په مختلفو موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړ.
‎په کتنه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر دوی ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې بي بي سي په نړیواله کچه یوه مهمه رسنۍ ده؛ خو مونږ غواړو نړیوالې رسنۍ چې پراخ پوښښ لري، واقعاً بې پرې وي، خصوصاً د افغانستان په اړه مو توقع داسې ده.
‎خلیفه صاحب هغوی ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت بې ساري پرمختګونه لري خو متاسفانه نړیوال مطبوعات یو شمېر غیر سیاسي او داخلي مسایلو ته سیاسي رنګ ورکوي.
‎په پای کې آغلې جیکي مارټینز مننه وکړه او زیاته یې کړه چې افغانستان موږ ته اهمیت لري او موږ به هڅه کوو په ډیرو برخو او پرمختګونو ته خبري پوښښ ورکړو.