حافظ صدیق د ډنډ د ولسوال په توګه نن رسماً خپله دنده پیل کړه

حافظ صدیق د ډنډ ولسوالۍ ولسوال وټاکل سو، چي د یکشنبې په ورځ وروسته تر غرمې د ولایتي کمېسیون د مشر او د ولایتي شورا د رئیس مولوي عبدالعلي جهادیار، د ولایتي کمېسیون د غړیو، زید مولوي صاحب او مصباح مولوي صاحب له لوري ددې ولسوالۍ د ټولو نظامي او ملکي ادارو مسئولینو ته وروپېژندل […]

حافظ صدیق د ډنډ ولسوالۍ ولسوال وټاکل سو، چي د یکشنبې په ورځ وروسته تر غرمې د ولایتي کمېسیون د مشر او د ولایتي شورا د رئیس مولوي عبدالعلي جهادیار، د ولایتي کمېسیون د غړیو، زید مولوي صاحب او مصباح مولوي صاحب له لوري ددې ولسوالۍ د ټولو نظامي او ملکي ادارو مسئولینو ته وروپېژندل سو او رسماً یې په دنده پيل وکړ.

د پېژندني یاد مراسم چي د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره راپيل سوه، په پيل کي د ولایتي کمېسیون غړي مصباح مولوي صاحب په خپلو خبرو کي وویل، ددې نظام په راتګ کښي ډېري قربانۍ ورکول سوي، چي د یادو قربانیو ساتنه باید وکړل سي او اوس ټولو ته په کار داده، ترڅو ددې نظام سره هیڅ ډول خیانت ونه کړو او د پرمختګ لپاره یې شپه او ورځ کار وکړو.

همدا راز غونډه کي د ولایتي کمېسیون مشر او د ولایتي شورا رئیس مولوي عبدالعلي جهادیار وویل، د ا،ا،امارت مشرتابه ټولي ټاکني په ډېر دقت او غور سره کوي، چي باید ټول یې اطاعت او پیروي وکړو او په کار داده، چي د مشرانو د لارښووني سره سم هر چیري چي دنده راوسپارل سي، په پوره ایماندارۍ یې مخته یوسو او د خپلو خبرو په دوام یې له نوي ټاکل سوي ولسوال څخه وغوښتل، ترڅو خپل مسئولیت په سم ډول وپېژني او په ښه ډول خپلي ټولي چاري مخته یوسي.

د ډنډ ولسوالۍ نوي ټاکل سوي ولسوال حافظ صدیق ټولو ته ډاډ ورکړ، چي ورسپارل سوی مسئولیت به په ښه ډول مخته یوسي او د ولسوالۍ د ټولو نظامي او ملکي برخو له مسئولینو څخه یې وغوښتل، ترڅو د کارونو د پرمختګ په برخه کي ورسره پوره همکاري وکړي.

یکشنبه: ۱۳۴۳/۵/۲۲