نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ا.ا مهمو مشرانو او د کابینې غړو په کندهار کي د “سنو فارما” د درملو تولیدي فابریکې څخه لیدنه وکړه. د یک شنبې په ورځ د ا.ا د رئیس الوزرا دوهم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د چارو د ادارې رئیس مولوی احمد جان احمدي، د ښار سازۍ او اراضۍ وزیر مولوي حمدالله نعماني، […]
د ا.ا مهمو مشرانو او د کابینې غړو په کندهار کي د “سنو فارما” د درملو تولیدي فابریکې څخه لیدنه وکړه.
د یک شنبې په ورځ د ا.ا د رئیس الوزرا دوهم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د چارو د ادارې رئیس مولوی احمد جان احمدي، د ښار سازۍ او اراضۍ وزیر مولوي حمدالله نعماني، د مالیې وزیر مولوي ګل اغا بدري او د مالیې وزارت ستر سلاکار انجینر نصیر حسن او ورسره پلاوي د “سنو فارما” د درملو تولیدي فابریکې څخه لیدنه وکړه.
د ا.ا د رئیس الوزرا دوهم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د “سنو فارما” د درملو توليدي فابریکې له مسئولینو سره په خبرو کي وویل، چي دا ډېر نېک او غوره کار دئ، چي په هيواد کي دننه مو پانګونه کړې ده.
ښاغلي حنفي وویل، چي افغانستان اوس تر بل هر وخت د پانګوالو او سوداګرو همکارۍ ته ضرورت لری، تر څو د هیواد په
نوموړي د ا.ا په استازیتوب د “سنو فارما” د درملو تولیدي فابريکې مسئولینو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او له نورو پانګوالو ئې هم وغوښتل، چي پانګونه وکړي او ا.ا به ئې په بشپړه ډول ملاتړ وکړي او همکاری به ورسره وکړي.
د کابینې یو شمېر نورو وزيرانو هم د همکارۍ ډاډ وړاندي کړ، هر وزير د خپلو صلاحیتونو له مخي ټولو پانګوالو او سوداګرو ته د همکارۍ خبري وکړې او ژمنه ئې وکړه، چي د خپلو پانګوالو او سوداګرو سره به په ګډه د وطن جوړولو ته په پوره ایماندارۍ او صداقت سره کار وکړي.
د بېلا بېلو وزارتونو وزيرانو دا یو فرصت وباله، چي په ټول وطن کي امن دئ، دوی د ټولو له پاره د وطن جوړوني، پرمختګ او لاسته راوړونو له پاره د کار کولو هیله وکړه او د ا.ا د بشپړي همکارۍ ډاډ ئې وړاندي کړ.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.