نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
له مزدوري ادارې د افرادو د تېښتي په دوام پرون د جوزجان ولایت د کابل ادارې ۳ مهم کسان د امیرالمؤمنین د عفوي له فرمان څخه په استفاده له مزدوري ادارې را جلا او مجاهدینو سره یوځای شول. شمس الله د مردیان ولسوالۍ ولسوال، عبدالقیوم د منګجیک ولسوال او بیشم خان د مردیان ولسوالۍ امنیه […]
له مزدوري ادارې د افرادو د تېښتي په دوام پرون د جوزجان ولایت د کابل ادارې ۳ مهم کسان د امیرالمؤمنین د عفوي له فرمان څخه په استفاده له مزدوري ادارې را جلا او مجاهدینو سره یوځای شول.
شمس الله د مردیان ولسوالۍ ولسوال، عبدالقیوم د منګجیک ولسوال او بیشم خان د مردیان ولسوالۍ امنیه قومندان د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو بلني ته په لبیک ویلو سره خپله لاره بدله کړې او مجاهدینو سره یو ځای شوي دي.
دوی په تېرو اعمالو د پښېماني په څرګندولو سره ژمنه کړې چې تر دې وروسته به د مزدوري ادارې لپاره هیڅ فعالیت نه کوي. همداراز یې د کابل ادارې په لیکو کې ولاړو نورو ځوانانو څخه هم غوښتي، چې د یو اسلامي نظام د استحکام په موخه دي له مجاهدینو سره یو ځای او عادي ژوند ته را وګرزي.
۲۰۲۱/۸/۱۲
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.