جوزجان کې د دښمن بمبار کې ۴۹ اولسي کورونه تخریب، خلکو ته درانه زیانونه واوښتل

په اولسي خلکو د جنایتکار دښمن د بریدونو په دوام پرون د مزدور رژیم څرخکو د جوزجان ولایت مرکز اړوند مرغاب کلي باندې وحشیانه بمبار کړی، چې له کبله یې ۱ اولسي وګړی شهيد، ۱ موټرسایکل تخریب، ۵ لمريزي تختې له منځه تللې دي. د یو بل راپور له مخې د وحشي رژیم څرخکو د […]

په اولسي خلکو د جنایتکار دښمن د بریدونو په دوام پرون د مزدور رژیم څرخکو د جوزجان ولایت مرکز اړوند مرغاب کلي باندې وحشیانه بمبار کړی، چې له کبله یې ۱ اولسي وګړی شهيد، ۱ موټرسایکل تخریب، ۵ لمريزي تختې له منځه تللې دي.
د یو بل راپور له مخې د وحشي رژیم څرخکو د شبرغان ښار اړوند کوګنبد کلي باندې هم ړندې بمبارۍ کړې دي، چې له کبله یې ۲ ملکي وګړي شهيدان، ۱ کور تخریب، او ۱ میرمن پکې ژوبله شوه.

دغه رنګه د جګدلیک سیمه کې دښمن په بمبار کې ۱ مسجد، ۲۴ اولسي کورونه، ۱ دوکان او د خلکو ۲۰ لمريزي تختې ویجاړې کړې دي.

د پنج جفت کلي کې ۱ مسجد، ۱۶ اولسي کورونه، او دغریبو کروندګرو ۲۲ لمريزي تختې ویجاړي شوې دي.

همداشان د افغان تېپه ترکمنیه سیمه باندې وحشیانه بمبار کې هم د عامو غریبو خلکو ۸ کورونه ویجاړ شول.
‏۲۰۲۱‏/۷‏/۳۱