جوزجان مرکز کې د کابل ادارې ۸ کارکوونکي له مجاهدینو سره یوځای شول

 د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له مزدوري ادارې د تېښتي په دوام پرون د جوزجان ولایت مرکز کې د کابل ادارې ۸ کارکوونکي د امیرالمؤمنین د عفوي له فرمان څخه په استفاده له جګړې او مخالفته لاس په سر او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې نومونه یې په لاندې ډول دي: ۱: […]

 د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له مزدوري ادارې د تېښتي په دوام پرون د جوزجان ولایت مرکز کې د کابل ادارې ۸ کارکوونکي د امیرالمؤمنین د عفوي له فرمان څخه په استفاده له جګړې او مخالفته لاس په سر او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې نومونه یې په لاندې ډول دي:

۱: شیدامحمد ولدخیرمحمد

۲: میرزامحمد ولدحامد، اربکی

۳: زرولی ولدامیرالدین، پولیس

۴: بهاوالدین ولدمحمدعلی، عسکر

۵: محمدحنیف ولدآچیل، عسکر

۶: حامدولد محمد قاسم

۷: محمدولد زربن

۸: محمدایوب ولدمحمدصادق

راغلو کسانو له جګړې او مخالفته خپله بیزاري اعلان کړې، د مجاهدینو لخوا د کابل ادارې له کارکوونکو او عام اولس سره شوی چلند یې ستایلی ، په تېرو اعمالو یې پښېماني څرکنده کړې او ژمنه یې کړې ده، چې تر دې وروسته به د مزدوري ادارې لپاره هیڅ فعالیت نه کوي.

همداراز یې ژمنه کړې ده چې د اسلامي نظام د تحکیم او د مفسدي ادارې د ټغر په ټولولو کې به له مجاهدینو سره همکاري کوي.

‏۲۰۲۱‏/۸‏/۱۰