جوزجان: فیض اباد کې بیس فتحه، ۲۱ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

په مزدور دښمن د بریدونو په دوام تېره شپه ۱۲ بجې د جوزجان ولایت فیض اباد کې مجاهدینو په مزدور دښمن بریدونه ترسره کړل. دغه بریدونه د علي اباد کلي ته څېرمه ترسره شوي، چې پر مهال یې د دښمن بیس فتحه،  ۸ ګوډاګیان قتل او ۱۳ نور ژوندي ونیول شول. همداراز له دښمن څخه […]

په مزدور دښمن د بریدونو په دوام تېره شپه ۱۲ بجې د جوزجان ولایت فیض اباد کې مجاهدینو په مزدور دښمن بریدونه ترسره کړل. دغه بریدونه د علي اباد کلي ته څېرمه ترسره شوي، چې پر مهال یې د دښمن بیس فتحه،  ۸ ګوډاګیان قتل او ۱۳ نور ژوندي ونیول شول.

همداراز له دښمن څخه ۲۳ کلاشنکوفونه، ۳ راکټونه، ۲ پیکاوې ۱ میل ایم ۱۶ ټوپک، ۱ بم افګن او په لویه اندازه مهمات د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

‏۰۴‏/۰۶‏/۲۰۲۱