جوزجان: د خانقاه جزئیات او ګڼو نورو پوستو فتحه

له مراکزو ، قرارګاو او پوستو د تېښتې په دوام پرون دکابل رژیم وارخطا عسکرو د یاد ولایت خانقا ولسوالۍ مرکز او اړوند ټول تأسیسات تخلیه او له سیمې و تښتېدل. د راپور له مخې د هلته میشتو ګوډاګیانو له ډلي ۱۵ یې خپل ځانونه مجاهدینو ته سپارلي او نور تښتېدلي دي. همدرازا ۳ رینجر […]

له مراکزو ، قرارګاو او پوستو د تېښتې په دوام پرون دکابل رژیم وارخطا عسکرو د یاد ولایت خانقا ولسوالۍ مرکز او اړوند ټول تأسیسات تخلیه او له سیمې و تښتېدل. د راپور له مخې د هلته میشتو ګوډاګیانو له ډلي ۱۵ یې خپل ځانونه مجاهدینو ته سپارلي او نور تښتېدلي دي. همدرازا ۳ رینجر او یوه اندازه مهمات هم د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

 له بلې خوا د جوزجان – بلخ د لویي لارې پوستې هم تښتېدلې او دا مهال له نمبریک شاهراه بیا د بلخ تر دروازې پورې ټوله سیمه کې د مجاهدینو په واک کې ده.

دغه رنګه د جوزجان ولایت مرکز کې هم له مزدور دښمن سره د نښتې په نتېجه کې د دښمن ۴ پوستې فتحه، مزدور قومندان( غفور) له ۱ پیکا، ۱ راکټ، ۱ کلاشنکوف ژوندی نیول شوی دی.

‏۲۰۲۱‏/۶‏/۲۴