جاپان تایوان ته څېرمه د چین د جنګي الوتکو ځواک ښودنه وغندله

د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، د جاپان دفاع وزیر نن د سې شنبې په ورځ یوې خبري ناسته کې د چین هغه ځواک ښودنه وغندله چې د تایوان پولې ته څېرمه یې تر سره کړې ده. د رویټرز خبري اژانس د راپور پر استناد، د جاپان دفاع وزیر ”نوبو کیشي“ ویلي، باید […]

د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، د جاپان دفاع وزیر نن د سې شنبې په ورځ یوې خبري ناسته کې د چین هغه ځواک ښودنه وغندله چې د تایوان پولې ته څېرمه یې تر سره کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر استناد، د جاپان دفاع وزیر ”نوبو کیشي“ ویلي، باید چین او تایوان خپلې ستونزې د سوله ییزو خبرو له لارې حل کړي، دفاع وزیر زیاتوي، هیواد یې د چین او تایوان وروستي تحرکات په دقت سره څاري.

نوموړي زیاته کړې، د چین او تایوان تر منځ د ستونزې په حلولو کې جاپان کلک دریځ اختیار کړی دی او غواړي چې موضوع د خبرو له لارې حل کړي.

په دې وروستیو ورځو کې داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې چین د تایوان پر وړاندې هوایي ځواک ښودلی دی، بلخوا تایوان هم منلې، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د چین هوایي ځواک د دوی پر خلاف د هوایي ځواک ښودنه کوي.

د تایوان لومړي وزیر ”سو تسنګ چانګ“ د چین وروستي اقدامات وحشیانه بللي او زیاته کړې یې ده، چې چین په لوی لاس د سیمې امنیت ته ګواښ پېښوي.

خو چین بیا تایوان د خپل هیواد یوه برخه ګڼي، له تایوان سره د امریکا وروستي تحرکات غندي او وایي، چې دغه هیواد ته پرمختللې وسلې ورکول د چین په کورنیو چارو کې مداخله ده، خو له دې سره سره امریکا په څو ځله له تایوان سره پوځي مرستې کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا په ګډون د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه تایوان د یوه مستقل هیواد په توګه په رسمیت نه پېژني، خو امریکا بیا هم د چین په دروني مسئله کې ښکېله پاتې شوې او له تایوان سره یې ديپلوماتیکې اړیکې او پوځي مرستې جاري ساتلې دي.