نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
له هغه وروسته چې د تونس ولسمشر ”قیس سعید“ د روانې میلادي میاشتې پر ۲۵ مه نېټه ددغه هیواد لومړی وزیر هشام المشیشي له دندې ګوښه او پارلمان یې لغوه اعلان کړ، د پنجشنبې په ورځ یې د هیواد د ملي امنیت سلاکار ”رضا غرسلاوي“ د کورنیو چارو وزیر په توګه وټاکه، نوموړي ددې ټاکنې […]
له هغه وروسته چې د تونس ولسمشر ”قیس سعید“ د روانې میلادي میاشتې پر ۲۵ مه نېټه ددغه هیواد لومړی وزیر هشام المشیشي له دندې ګوښه او پارلمان یې لغوه اعلان کړ، د پنجشنبې په ورځ یې د هیواد د ملي امنیت سلاکار ”رضا غرسلاوي“ د کورنیو چارو وزیر په توګه وټاکه، نوموړي ددې ټاکنې په اعلانولو سره وویل، چې اساسي قانون ته احترام لري او د خپل هیواد حقونو او ازادۍ ساتنې ته ژمن دی.
قیس سعید د کورنیو چارو وزیر د ټاکنې په مراسمو کې د اساسي قانون ۸۹ مادې ته درناوی وښود، نوموړي همدا راز ۸۰ فصل ته په اشارې خپلې کړنې له اساسي قانون سره سمې وبللې، چې باید نوموړی د دولتي چارو د دوام او حفاظت لپاره یو شمېر استثنایي چارې تر سره کړي.
د تونس ولسمشر په خپلو تازه څرګندونو کې په کور دننه او بهر خلکو ته اطمنان ورکړی، چې نوموړي ټول تر سره کړې کارونه د اساسي قانون په نظر کې نیولو سره تر سره کړي دي، نوموړي همدا راز د خلکو د ازادۍ او حقونو په ساتنه ټینګار کړی دی.
بلخوا د تونس عدلیې د فساد ضد کمېټې پخوانی رئیس شوقي الطبیب، د پارلمان درې تنه غړي او یو شمېر مدافع وکیلان په تقلب، مالي او اداري فساد او له قدرت نه په ناوړه ګټه اخیستنې تورن پیژندلی چې ښایي د قضیو څېړنه یې پیل شي.
د راپور له مخې، د النهضه ډلې د مشر راشد الغنوشي د شتمنیو او فعالیتونو په اړه هم پلټنې تر سره کیږي، امکان شته چې دغه څېړنې د الغنوشي او د النهضه ډلې د فساد او په دې ګومان چې ګواکې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې یې د انتخاباتي کمپاین پر مهال له هیواده بهر مرستې جلب کړي تر سره شي.
تونس کې د سیاسي وژنو د دفاع مرکز د النهضه یو شمېر مشهورې څېرې د سیاسي وګړو په ترور او جاسوسي تورن کړي دي، چې په اړه به یې په نږدې راتلونکي کې څېړنې تر سره شي، خو النهضه ډلې تر اوسه د دغو تورونو په وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.