نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تونس کې تر سیاسي کړکېچ را وروسته د النهضه اسلامپالې ډلې مشر ”راشد الغنوشي“ په خپلو تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی، که د تونس ولسمشر ”قیس سعید“ پارلمان بېرته فعال کړ او د دوی د ډلې په نمایندګۍ یې پرېکړه و نه کړه نو عام وګړي به پراخو لاریونونو ته راوبلي. راشد الغنوشي چې د […]
تونس کې تر سیاسي کړکېچ را وروسته د النهضه اسلامپالې ډلې مشر ”راشد الغنوشي“ په خپلو تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی، که د تونس ولسمشر ”قیس سعید“ پارلمان بېرته فعال کړ او د دوی د ډلې په نمایندګۍ یې پرېکړه و نه کړه نو عام وګړي به پراخو لاریونونو ته راوبلي.
راشد الغنوشي چې د تونس د پارلمان رئیس هم و ویلي، قیس سعید د پارلمان دروازې تړلي، او د پارلمان مخې ته یې جنګي ټانګ درولی، چې دا د نوموړي له لوري ستره تېروتنه ده.
د یادونې وړ ده، چې د تونس ولسمشر قیس سعید د پارلمان له فسخه کولو، د لومړي وزیر هشام المشیشي د برطرفه کولو، د دفاع او عدلیې وزیر له ګوښه کولو وروسته د نورو لوړ رتبه چارواکو د ګوښه کولو فرمان هم صادر کړی دی.
تونس کې د النهضه اسلامپالې ډلې مشر راشد الغنوشي ویلي، چې نوموړي په لومړي سر کې لا له خلکو غوښتي و، چې په سوله ییزه توګه د روانو کړکېچونو پر وړاندې ودریږي، چې ښایي دا مقاومت په راتلونکي کې دوام ومومي.
د تونس د ولسمشر مخالفینو پر نوموړي تور لګولی چې د پارلمان په فسخه کولو سره یې د ګودتا کولو اراده وه، خو قیس وایي، چې ده ټولې کړنې له قانون سره سمې پلي کړي دي او اساسي قانون د هغو غیر معمولي اقداماتو د تر سره کولو اجازه ورکوي، چې د ممکنه پېښېدونکو ستونزو مخنیوی پرې وشي.
د تونس ولسمشر اوسمهال په هیواد دننه له خراب اقتصادي وضعیت، د توکو د بیو لوړوالي، بې روزګاري او د کرونا ویروس په پېښو کې د زیاتوالي له خورا سترو ننګونو سره مخ دی.
هېره دې نه وي چې امریکا، اروپایي ټولنې او یو شمېر نورو نړیوالو قدرتونو په تونس کې د روان وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې، د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، امریکا د تونس له ولسمشر قیس سعید څخه جدي غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې هیواد کې جمهوري حکومت ورغوي او اساسي قانون ته دې درناوی وشي، په ورته وخت کې د مدني ټولنې ډلو هم په تونس کې د اساسي قانون د پلي کولو غوښتنه کړې ده.
بلخوا د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د تونس له ولسمشر قیس سعید څخه د نوي حکومت د جوړولو او د لومړي وزیر اعلانولو غوښتنه کړې ده.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.