تورخم کې ۲۰ زره کسانو ته د مېشت غالي نقشه کولو چارې پیل شوې

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۴ د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په لارښوونه د کرنې وزارت مرستیال مولوي فضلباري فضلي په مشرۍ، د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي خالد سجستاني، جلال اباد ښاروال عبدالرزاق ضیایي، تورخم ښاروال ملا برجان حاجي شبیر، د عشر او زکات رئیس مولوي شمس الله محمد او تخنیکي انجینرانو له […]

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۴
د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په لارښوونه د کرنې وزارت مرستیال مولوي فضلباري فضلي په مشرۍ، د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي خالد سجستاني، جلال اباد ښاروال عبدالرزاق ضیایي، تورخم ښاروال ملا برجان حاجي شبیر، د عشر او زکات رئیس مولوي شمس الله محمد او تخنیکي انجینرانو له لوري تورخم کې د راستنو شویو افغانانو لپاره د عمري مېشت غالی سکېج شو او ډېر ژر به د نقشې له مخې یې بلاک بندي وشي.
د کرنې وزارت مالی او اداري مرستیال وویل؛ دغه مېشت غالی غیر منظم دی، د کرنې برخې د انجینرانو له لوري یې سکېج واخیستل شو؛،چې ډېر ژر به یې نقشه جوړه او پر بلاکونو ووېشل شي.
هغه وویل؛ یاد مېشت غالی، چې ۲۵۰ جریبه مساحت لري، په درېیو برخو ووېشل شي او هر بلاک د هرې خیمې شمېره به معلومه وي، چې د چوپړتیاوو په ښه ډول وړاندې کولو کې به تر ډېره مرسته وکړي.
دغه راز په مېشت غالي کې به ۲۰ زره هېوادوالو لپاره شاوخوا ۴۲۵۰ خیمې ولګول شي، د دولتي خدماتی ادارو، خیریه موسساتو، جوماتونو، تشنابونو، سرکونو، دوکانونو او روغتیایي برخو کارکوونکو ته ساحې په نظر کې نیول شوی دي.
د یادولو ده؛ تردې مهاله ۱۱۹۸ خیمې د عمري په مېشت غالې کې لګول شوي او د نورو د لګولو چارې روانې دي.