نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۸) د تورخم کمیسار مولوي محمد صدیق خالد رسنیو ته ویلي چې د څو میاشتو په اوږدو کې یې یوسلو درې اتیا جعلي پاسپورټونه او یوزرو پنځه دیرش جعلي ویزې په سلګونه جعلي تذکرې د عاملینو سره یو ځای نیولي دي. نوموړی زیاتوي، هیچاته اجازه نه ورکوو چې د تورخم بندر له لارې […]
الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۸) د تورخم کمیسار مولوي محمد صدیق خالد رسنیو ته ویلي چې د څو میاشتو په اوږدو کې یې یوسلو درې اتیا جعلي پاسپورټونه او یوزرو پنځه دیرش جعلي ویزې په سلګونه جعلي تذکرې د عاملینو سره یو ځای نیولي دي.
نوموړی زیاتوي، هیچاته اجازه نه ورکوو چې د تورخم بندر له لارې غیرې قانوني کړنې ترسره کړي که هغه د اموالو قاچاق وي او که غیرې قانوني اسناد.
نوموړي وویل : هره ورځ زمونږ د تورخم ویښ او بیدار مجاهدین د ټولو ارګانونو په ګډه همغږۍ په لسګونه هغه اسناد چې جعلي وي او یا یې قانوني وخت پوره شوی وي نیول کیږي.
د تورخم کمیسارۍ په تورخم کې د تلونکو اوراتلونکو کسانو لپاره ښه کافي امکانات برابر شوي چې په خپل وخت د مامورینو له لوري ددوی پاسپورتونو ته دخولي او خروجي ټاپي په اساني سره لګول کیږي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.