نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۱۷ د کډوالو چارو وزارت سرپرست مولوي خلیل الرحمن حقاني په مشرۍ هیئت لخوا په تورخم ښارګوټي کې د کډوالو لپاره پنډغالي ګټې اخیستنې ته سپارل شول. د کډوالو چارو سرپرست وزیر له پنډغالو څخه د لیدنو پر مهال وویل، چې په یادو پنډغالو کې به پنځه زره په شاوخوا کې […]
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۱۷
د کډوالو چارو وزارت سرپرست مولوي خلیل الرحمن حقاني په مشرۍ هیئت لخوا په تورخم ښارګوټي کې د کډوالو لپاره پنډغالي ګټې اخیستنې ته سپارل شول. د کډوالو چارو سرپرست وزیر له پنډغالو څخه د لیدنو پر مهال وویل، چې په یادو پنډغالو کې به پنځه زره په شاوخوا کې تازه راستنېدونکي کډوال میشت وي او ټول اړین خدمات به ورته وړاندې کیږي. نوموړي وویل تر دې دمه د تورخم ښارګوټي له لارې یو لک او پنځوس زره کډوال خپل هیواد ته راستانه شوي، چې ټولو کډوالو ته صحي ټیمونه، چې پکې نارینه او ښځینه ډاکتران شامل دي مٶظف شوي. همدارنگه د کډوالو ثبت او راجستر په برخه کې هم د پخوا په پرتله تشکیل درې چنده زیات شوی او ټول کډوال بغیر له کوم خنډ او ځنډ څخه ثبت کیږي او پنډغالو کې ټولو میشتو کډوالو ته خوراکي توکي په وړیا ډول ورکول کیږي. حقاني وویل، ټول هغه کډ وال، چې اقتصادي مشکلات یې زیات وي په خپلو موټرو کې تر کورونو رسول کېږي. همدا رنګه فرضي کرښه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست مولوي خیرالله خیرخوا په ځانګړې سپارښتنه د عامه پوهاوي او روحي ارامتیا په پار په دیوالونو لیکنې وشوې او لاهم جریان لري. د مخابراتو وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني وویل، دغو پنډغالو ته یې د انټرنیټ فایبر لاین تېر کړی او ټولو مخابراتي شبکو خپل مخابراتي انتنونه لږولي، چې ټولو کډوالو ته سیم کارتونه هم په هویت تذکره ورکول کيږي. د ملي دفاع وزارت د ختیځ زون ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو قوماندان مولوي عبدالصبور ابودوجانه وایي، ۳۵ د اوبو ټانکرونه، ۷۰ انترنیشنلې، سیار تشنابونه نقلیه وسایط هم راوړل شوي او ټولو راتلونکو کډوالو ته په خپلو برخو کې خدمات وړاندې کوي او هغه کډوال، چې اقتصادي وضعه یې خرابه وي په خپلو موټرو کې تر کورونو رسوي. کډوال خوښ دي، چې خپل هېواد ته را ستانه شوي او مسؤلین ورته د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو هڅې کوي. د مسؤلینو په خبره راستنېدونکو کډوالو ته دوه ملیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې، چې په لومړنیو اړینو خدماتو کې به مصرف شي. باید وویل شي، چې تردې دمه د ۱۵۰ زره په شاوخوا کې ستنېدونکي افغانان یوازې د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي او دغه لړۍ دوام لري.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.