تر فتحي مخکي وېشل شوې دولتي ځمکې تثبیت، بر رسي او تصفیه کیږي

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۹) نن غرمه د کندهار ولایت مقام کي د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال الحاج مولوي فضل‌الباري فضلي ولایت مقام کي له کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا سره وکتل او تر فتحې وړاندې یې د دولتي ځمکو د تثبیت په هکله ورسره خبرې وکړې. د ناستې په پيل کښي د کرني، […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۹) نن غرمه د کندهار ولایت مقام کي د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال الحاج مولوي فضل‌الباري فضلي ولایت مقام کي له کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا سره وکتل او تر فتحې وړاندې یې د دولتي ځمکو د تثبیت په هکله ورسره خبرې وکړې.

د ناستې په پيل کښي د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال وویل، د اسلامي امارت د بشپړي فتحي مخکي د مشرتابه د حکم په اساس د کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو مستحقینو ته د کرني، مالدارۍ عشر او زکات د کمېسیون تر مشرۍ لاندي سلطاني مځکي وېشل شوي دي، چي په خبره یې هغه وخت کښي د کمېسیون غړي د اداري کارونو ترڅنګ د جهاد په مقدسه دنده بوخت وه او په یادو ولایتونو کي د دښمن تهدیدات هم ډېر وه؛ نو ځکه د وېش په لړۍ کي یوشمېر ستونزي موجودي وې، چي د یادو ستونزو د حل په موخه عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌صاحب حفظه‌الله د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت رهبرۍ ته لارښوونه کړې، ترڅو یادي وېشل سوي مځکي د یو شفاف مېکانیزم له لاري تثبیت، برسي او تصفیه کړي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل، کندهار کي د همدې مځکو د تثبیت، برسي او تصفیې لپاره د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ باید کمېټه جوړه او ژر تر ژره په کار پيل وکړي، چي په دې برخه کي یې له کندهار والي څخه د همکاریو غوښتنه وکړه

د یادې ناستې پرمهال، د علماوو شورا مرستیال شیخ‌مولوي اخترمحمد زعفراني صاحب، کندهار ښاروال حاجي نعمت‌الله حسن، د امنیت آمر حافظ احمدالله سحر، د کندهار د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمود مظلوم او یوشمېر نورو مسئولینو هم حضور درلود.