نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۰) د کندهار د «۲۲۰» کیلوولټ وارداتي برېښنا د لیږد چاري، چې له دوو کلونو را په دېخوا په ټپه درېدلي وې، د رئیس الوزرا د حکم پر اساس اوس یو ځل بیا پیل کیږي. د غزني حوزوي برېښنا شرکت رئیس قاري صلاح الدین توکلي وایي چې، له غزني تر کندهاره د […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۰) د کندهار د «۲۲۰» کیلوولټ وارداتي برېښنا د لیږد چاري، چې له دوو کلونو را په دېخوا په ټپه درېدلي وې، د رئیس الوزرا د حکم پر اساس اوس یو ځل بیا پیل کیږي.
د غزني حوزوي برېښنا شرکت رئیس قاري صلاح الدین توکلي وایي چې، له غزني تر کندهاره د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي او پایو کارونه ۸۵ سلنه مخته تللي او پاتي نور کاورنه به یې له دې وروسته بشپړه شي.
د نوموړي په خبره، د غزني په اړوندو کې یواځي د ۱۲۰ پایو پاتي کارونه، چې د ځمکو استملاک، ګاډستر او داسي نوري ستونزي دي او له امله یې دا کار پاتي وو، يو ځل بیا یې کارونه پیل کیږي.
ښاغلی توکلي زیاتوي دوه د ماین پاکي موسسې چې (هیلو ټریسټ) او (ډې ار سي) دي هغه سیمي چې نوي پکي پایې درول کیږي، د شاوخواه یوې میاشتي په اوږدو کې به له ماینونو څخه پاکه کړي.
ویل کیږي چې مخکي د یادي پروژې کارونه د یوه هندي شرکت « کې سي» له لوري مخته وړل کېدل، چې مالي ملاتړ یې د (USAID) له لوري کېده، خو اوس یې له مالي ملاتړ څخه لاس اخېستی، او اوسنی لګښت به یې د افغانستان برښنا شرکت له بودیجې څخه ور کرل شي. .
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.