ترکیې ته د تلونکو پنا غوښتونکیو موټر له خونړۍ ترافیکي پېښې سره مخ شوی

د الشرق الاوسط عربي رسنۍ د راپور له مخې، ترکیې ته د تلونکو پنا غوښتونکیو موټر له ایران سره نږدې د ترکیې په وان ښار اړوند مرادیه سیمه کې تر اوښتو وروسته اور اخیستی دی. ویل کیږي په دې خونړۍ ترافیکي پېښه کې ۱۲ تنه مړه او لږ تر لږه ۲۶ تنه ټپیان شوي دي، […]

د الشرق الاوسط عربي رسنۍ د راپور له مخې، ترکیې ته د تلونکو پنا غوښتونکیو موټر له ایران سره نږدې د ترکیې په وان ښار اړوند مرادیه سیمه کې تر اوښتو وروسته اور اخیستی دی.

ویل کیږي په دې خونړۍ ترافیکي پېښه کې ۱۲ تنه مړه او لږ تر لږه ۲۶ تنه ټپیان شوي دي، رویټرز خبري اژانس ته ترکي چارواکو ویلي، چې په دې مسافر وړونکي موټر کې د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش وګړي سپاره وو.

د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، دغو کسانو غوښتل د ترکیې له لارې په قاچاقي توګه اروپا ته واوړي چې د لارې په اوږدو کې له دې خونړۍ پېښې سره مخ شوي دي.

د معلوماتو له مخې، ترکي چارواکو موټر چلونکی نیولی خو د مړو شویو کسانو هویت لا هم نه دی څرګند شوی، د یادونې وړ ده چې ترکیه د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش د وګړو لپاره اروپا ته د اوښتلو یوازینۍ خونړۍ لاره ده، چې ډېر کرته یې وګړي د مرګ تر کومې رسیږي.