نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۷) د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش رسنیو ته ویلي چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت معلولیت لرونکو وګړو، کونډو او یتیمانو ته د ښو خدمتونو په وړاندې کولو کې ژمن دی او هڅه یې دا ده تر څو د یادو کسانو میاشتنې مرستې پر وخت ورکړل […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۷) د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش رسنیو ته ویلي چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت معلولیت لرونکو وګړو، کونډو او یتیمانو ته د ښو خدمتونو په وړاندې کولو کې ژمن دی او هڅه یې دا ده تر څو د یادو کسانو میاشتنې مرستې پر وخت ورکړل شي. د نوموړي په وینا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکز په شمول تر دې دمه (۵۰۰۰۰۰) پنځه لکه معلولیت لرونکي وګړي، کونډې او یتیمان ثبت کړي چې په دې لړ کې له (۳۲۰۰۰۰) درې لکه اوشل زره تنو څخه زیاتو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د روان کال د شپږو میاشتو نغدي مرستې ورکړل شوي دي. ښاغلی مفتي فیصل زیاتوي چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د تثبیت په پروسه رونټیا او شفافیت را منځ ته کړې، او تقریبا یو لک ( ۱۰۰۰۰۰) هغه کسان چې په تیره اداره کې په جعلي توګه ثبت شوي وو، د هغوې نومونه د تثبیت په نوې پروسه کې له لیستونو څخه لرې کړل شوي دي.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.