تخار: رستاق او بنګي کې ۳ نقلیه وسائط تخریب، ۱۳ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

پرون د تخار ولایت، رستاق ولسوالۍ کې په لوی شمېر اربکیانو د پیرم قل په مشرۍ له مختلفو اړخونو په هغو سیمو بریدونه پیل کړل، چې څه موده وړاندې مجاهدینو فتح کړې وې، خو مجاهدین یې په وړاندې کلک ودرېدل، د دښمن بریدونه یې مات او د پر مختګ پلانونه یې شنډ کړل. د دغو […]

پرون د تخار ولایت، رستاق ولسوالۍ کې په لوی شمېر اربکیانو د پیرم قل په مشرۍ له مختلفو اړخونو په هغو سیمو بریدونه پیل کړل، چې څه موده وړاندې مجاهدینو فتح کړې وې، خو مجاهدین یې په وړاندې کلک ودرېدل، د دښمن بریدونه یې مات او د پر مختګ پلانونه یې شنډ کړل. د دغو بریدونو او چاودنو په ترڅ کې د پارلمان د پخواني وکیل او اوس مهال د شریرو اربکیانو د قومندان پیرم قل په ګډون ۷ ګوډاګیان قتل، ۲ نور ژوبل، ۲ ټانکونه او ۱ هایلکس موټر په مکمل ډول تخریب شول.

همداراز د بنګي ولسوالۍ اړوند سیاب حوزه کې هم د شریرو اربکیانو په قومندان چریکي برید ترسره کړ، چې پرمهال یې ۴ اربکیان ژوبل شول

‏۲۰۲۱‏/۵‏/۳