نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره ۱۴۴۵ /محرم ۲۶مه یاده غونډه په سپیدار ماڼۍ کې د ا.ا.ا د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال، د بېلابېلو وزارتونو سرپرست وزیرانو، لوړ پوړو مشرانو او مسؤلینو په ګډون ترسره شوه، چې په بهر کې له زده کړو له بشپړېدو وروسته هېواد ته راستانه شویو شاوخوا (۴۵۰) استادانو ته پکې ښه راغلاست وویل شو. په […]
الاماره ۱۴۴۵ /محرم ۲۶مه یاده غونډه په سپیدار ماڼۍ کې د ا.ا.ا د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال، د بېلابېلو وزارتونو سرپرست وزیرانو، لوړ پوړو مشرانو او مسؤلینو په ګډون ترسره شوه، چې په بهر کې له زده کړو له بشپړېدو وروسته هېواد ته راستانه شویو شاوخوا (۴۵۰) استادانو ته پکې ښه راغلاست وویل شو. په غونډه کې د ا.ا.ا ریاست الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخوند رالېږلی پیغام د ا.ا د مرستیال ویاند له لورې ولوستل شو، چې استادانو او په خاص ډول راستانه شوي علمي کادرونو څخه پکې مننه او قدردانی شوی و. د رئیس الوزراء په پیغام کې استادانو ته په خطاب کې وویل شول، «افغانستان د ټولو ګډ کور دی ساتل، ودانول او پرمختګ یې د ټولو ګډه دنده ده او تر ټولو ستره دنده ستاسو استادانو ده، چې په علمي برخه کې هېواد د نړۍ سره سیال کړئ». پیغام کې همدارنګه یادونه وشوه، چې ا.ا په استادانو باور لري، د هېواد ځوان نسل یې د دوی په واک کې ورکړی او استادانو ته پکار ده، چې د دې ځوانانو په روزنې سره د هېواد د راتلونکي څرنګوالی وټاکي. په غونډه کې همدارنګه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، چې د تېر اشغال پر وړاندې په مبارزه کې د پوهنتون استادانو او محصلینو هم ونډه درولوده او نن ورځ په نظام کې د هېواد د ودانولو لپاره هم له موږ سره یو ځای دي. هغه زیاته کړه چې افغانانو په ډېرو قربانیو نظامي یرغل مات کړ او اوس د دغو استادانو، علماوو او زمونږ ټولو مسؤلیت دی، چې د پردیو د فکري یرغل ماتولو باندې په ګډه کار وکړو او هېواد ته داسې ځوانان وروزو، چې د انجنیري، طب او نورو مسلکونو تر څنګ، د اسلام په اساساتو پوه وي او پر ځان یې عملي کړي. همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب وویل استادان په اسلامي نظام کې ځانګړی حیثیت لري او مونږ د دوی دغه ګام او جرأت ستایو چې د دښمن له پراخو هڅو او تبلیغاتو سره سره بیا هم هېواد ته راستانه شول او د هېواد او هېوادولو ترڅنګ ودرېدل. نوموړي دغه راز زیاته کړه،« استادانو سره مو وعده کړې وه چې د دوی په مادي امتیازاتو کې به زیاتوالی راولو، دغه موضوع مو د نظام په سطحه مطرح کړه، چې د نېکه مرغه د اسلامی امارت مشرتابه له لورې یې د امتیازاتو د زیاتوالي غوښتنه منظور شوه». د لوړو زده کړو سرپرست وزیر همدارنګه وویل، چې یاد وزارت او په ټوله کې نظام د لوړو زده کړو پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه لري، چې په دې وروستیو کې یې ورته د څېړنو ۲۵ معاونیتونه او بودیجه او همدارنګه د استادانو علمي سویې لوړولو لپاره شاو خوا ۶۵۰ شپږسوه پنځوس میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې ده. علمي کادرونو ته د ښه راغلاست په یاده غونډه کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي، د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر مولوي خيرالله خیرخواه، د سرحدونو او قبایلو سرپرست مولوي نورالله نوري او د افغان شخصیتونو د راستنولو کمیسیون غړي انس ح.ق.اني نور هغه ویناوال وو، چې په خپلو خبرو کې یې د نظام په سطحه استادانو د ټولو حقوقو د ورکړې ډاډ ورکړ او له هغوی وغوښتل، چې په دوی د دې هېواد سرمایه مصرف شوې او پکار ده، چې په هر ډول حالاتو کې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره کار وکړي. په ورته وخت کې د استادانو په استازولۍ د کندهار پوهنتون استاد دوکتور ضياء الرحمن مشک عالم زی، د تخار پوهنتون استاد پوهنمل هدایت الله مدقق او د بغلان پوهنتون استاد دوکتور وحیدالله کمال د لوړو زده کړو وزارت دغه اقدام وستایه او ژمنه یې وکړه، چې په خپل ټول توان سره به د هېواد په ابادۍ او د دې هېواد د ځوانانو په روزنه کې برخه اخلي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.