بلغاریا کې د شهیدو شویو افغانانو جسدونو هیواد ته را انتقالیږي

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۳) د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت بلغاریا کې د وروستۍ پېښې له امله د ١٨ تنو شهیدو شویو افغانانو د جنازو د انتقال په اړه په دغه هیواد کې افغان سفارت ته دنده سپارلې چې د عدلي طب د تحقیقاتو له بشپړېدو وروسته یې هیواد ته د انتقال په تړاو پر وخت […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۳)

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت بلغاریا کې د وروستۍ پېښې له امله د ١٨ تنو شهیدو شویو افغانانو د جنازو د انتقال په اړه په دغه هیواد کې افغان سفارت ته دنده سپارلې چې د عدلي طب د تحقیقاتو له بشپړېدو وروسته یې هیواد ته د انتقال په تړاو پر وخت همغږۍ ترسره کړي.
اسلامي امارت د ټولو شته امکاناتو په کارولو سره د جنازو د انتقال زمينه برابروي او د لېږد د چارې اسانتیا لپاره ځانګړې الوتکه هم په پام کې نیول شوې ده.
تر اوسه د ۱۷ تنه هیوادوالو هویت تشخیص شوی او د یوه تن د پېژندنې په اړه تحقیقات روان دي، چې د هويت د تثبيت چارو له بشپړیدو وروسته به انتقال شي.
د یادونې وړ ده چې تیره اونۍ په یاد هیواد کې د یوې فاجعې په ترڅ کې د ۱۸ افغانانو جسدونه په یوه لارۍ موټر کې وموندل شول، چې په تړاو یې تر دې مهاله ۷ شکمن تورن کسان نیول شوي دي.