بلخ کې جلا بریدونو ۵ اربکیان مړه او ژوبل کړل

تېره شپه د بلخ ولایت، خاص بلخ ولسوالۍ اړوند علم خیلو سیمه کې د مزدور دښمن په پوسته د لیزري ټوپک په مټ برید کې ۱ ګوډاګی قتل ۲ نور ژوبل شول. تېره شپه ۲ بجې د نهرشاهي ولسوالۍ شهرک ترکمني سیمه کې د مزدور دښمن په پوسته د لیزري ټوپک او نورو وسلو په […]

تېره شپه د بلخ ولایت، خاص بلخ ولسوالۍ اړوند علم خیلو سیمه کې د مزدور دښمن په پوسته د لیزري ټوپک په مټ برید کې ۱ ګوډاګی قتل ۲ نور ژوبل شول.

تېره شپه ۲ بجې د نهرشاهي ولسوالۍ شهرک ترکمني سیمه کې د مزدور دښمن په پوسته د لیزري ټوپک او نورو وسلو په مټ برید کې د پوستې ټاورونه تخریب، خو د سر زیان په اړه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

پرون مازدیګر د مارمل ولسوالۍ په پرواز سیمه کې د پولیسو په ګزمه چریکي برید کې مجاهدینو د یادې ولسوالۍ زوړ امنیه قومندان محمد امین صبور چې اوس مهال یې همد د پولیسو مشري په غاړه درلوده ځای پر ځای وژلی دی.

له بلې خوا د دهدادي ولسوالۍ دیسوارو سیمه کې په موټر سپرو اربکیانو چریکي برید کې ۱ اربکی ځای پر ځای قتل او موټر سیکل یې ونیول شو.

‏2021‏/4‏/15