بلخ: چمتال کې پوسته فتحه، ۱۶ ګوډاګیان مړه او ژوبل وسلې ونیولي شوې

د الفتح عملیاتو په دوام تېره شپه مجاهدینو د بلخ ولایت، چمتال ولسوالۍ سراسیا سیمه کې د مزدور دښمن په پوسته د لیزري ټوپکو او نورو سپکو او درنو وسلو په مټ برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې پوسته په بشپړ ډول فتحه، د مزدور قومندان بریدمل حکیم په ګډون ۱۱ غولېدلي ګوډاګیان […]

د الفتح عملیاتو په دوام تېره شپه مجاهدینو د بلخ ولایت، چمتال ولسوالۍ سراسیا سیمه کې د مزدور دښمن په پوسته د لیزري ټوپکو او نورو سپکو او درنو وسلو په مټ برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې پوسته په بشپړ ډول فتحه، د مزدور قومندان بریدمل حکیم په ګډون ۱۱ غولېدلي ګوډاګیان پکې قتل ۵ یې ژوندي ونیول شول.

له فتحه شوې پوستې څخه ۱۱ میله ایم ۱۶ ټوپک، ۲ میله ایم ۴۰ ثقیلان، ۳ راکټ، ۱ امریکایي قناص، ۲ امریکایي توپنچې، د شپې دوربین ۱ غټه مخابره او ګڼ نور مهمات هم د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

‏2021‏/4‏/13