بلخ: چاربولک کې ۱ ټانګ، ۲ رینجر ویجاړ، د ۲ قومندانانو په ګډون ۱۳ عسکراو پولیس قتل، د  امنیه قومندان په شمول ۱۶ نور ټپیان شول

له بلخ ولایت نه ترلاسه شوي خبرکې ویل شوي، چې نن یوځل بیا د دښمن له هغې قوې سره چې پنځه ورځې وړاندي د یاد ولایت چاربولک ولسوالۍ اړوندچارسرکه، ثوریان او اختپه سیمو ته د عملیاتو په هدف راغلې وه،د اسلامي امارت مجاهدینو  سختې جګړې ترسره کړې. جګړو نن وروسته له هغه زور واخیست، چې […]

له بلخ ولایت نه ترلاسه شوي خبرکې ویل شوي، چې نن یوځل بیا د دښمن له هغې قوې سره چې پنځه ورځې وړاندي د یاد ولایت چاربولک ولسوالۍ اړوندچارسرکه، ثوریان او اختپه سیمو ته د عملیاتو په هدف راغلې وه،د اسلامي امارت مجاهدینو  سختې جګړې ترسره کړې.

جګړو نن وروسته له هغه زور واخیست، چې مزدور دښمن د ځمکې او هواله لاري د مجاهدینو په سنګرونو د تعرضي بریدونه هڅې وکړې.

د ترلاسه شویو معلوماتو په اساس  د نښتو په جریان کې د دښمن ۱ ټانګ، ۲ عرادې رینجر موټر په ټولیزه توګه ویجاړ شول.

دغه راز د ۲  قومندانانو(الماس او سرور) په ګډون ۱۳ تنه عسکر، پولیس او اربکیان ووژل شول او د یادې ولسوالۍ د امنیه قومندان(ضابط خنجر)  په شمول ۱۶ تنه نور ټپيان شول.

په خبرکې ویل شوي، جګړه لاهم په شدت سره روانه ده،  دښمن سخت ځپل شوی، د دې پرځای چې په سیمه کې پرمختګ وکړي، برعکس سیمي پریږدي  او  دتیښتې لار لټوي.

مجاهدین خپلو بریدونو ته دوام ورکوي، چې له امله یې دښمن له سختې واخطایۍ سره مخامخ شوی دی.

2018/4/21