بلخ: چاربولک کې د دښمن عملیاتي  قوه ماته شوه،  د ۴ قومندانانوپه ګډون  ۳۴ عسکر او اربکیان مړه او ټپیان شول

له اطلاعاتو سره سم پنځه ورځې وړاندې  د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ اړوند  چهارسرکه، ثوریان، رحمت اباد او اختپه سیمو ته د مزدور دښمن یو لویه قوه  د عملیاتو په موخه راغله  چې د مجاهدینو له کلک غبرګون سره مخ شوه. دښمن د ځمکې او هواله لاري سختې حملې ترسره کړې خو د  جګړو  په […]

له اطلاعاتو سره سم پنځه ورځې وړاندې  د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ اړوند  چهارسرکه، ثوریان، رحمت اباد او اختپه سیمو ته د مزدور دښمن یو لویه قوه  د عملیاتو په موخه راغله  چې د مجاهدینو له کلک غبرګون سره مخ شوه.

دښمن د ځمکې او هواله لاري سختې حملې ترسره کړې خو د  جګړو  په لړ کې دښمن هیڅ پرمختګ ونه کړای شوای بلکې د درنو تلفاتو په لیدو سره بیرته شاتګ ته اړکړل شو.

د  نښتو په جریان  کې ددښمن د ۲ مهمو قومندانانو( قومندان الماس او قومندان سرور )په ګډون ۱۳ تنه عسکر او اربکیان ووژل شول او د ولسوالۍ د امنیه قومندان ضابط خنجر په ګډون ۱۶ تنه نور يې ټپيان شول.

د ترلاسه شویو معلواتو له مخې نوموړي امنیه قومندان هم   تیره شپه شاوخوا ۱۰ بجې د شاهین قول اردو په روغتون کې دژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

یاد قومندان د خاص بلخ ولسوالۍ اړوند دیلمان کلي اوسیدونکی ، د اشغالګرو ډیر وفادار جاسوس او زیات وحشي او ظالم کس و.

نوموړي  ۵ کاله د چمتال ولسوالۍد امنیه قومندان په توګه دنده ترسرکړې او له تیرو ۴ کالوراهیسې په چاربولک ولسوالۍ کې امنیه قومندان و.

د جګړې په جریان کې د دښمن یو هاموې ټانک او ۲ عرادې رینجر موټر هم له منځه یوړل شول.

دغه راز پرون ماسپښين ۲ بجې د یادې ولسوالۍ رحمت اباد سیمه کې  د اسلامي امارت مجاهدینو د ځانګړي پلان له مخې په هغو اربکیانو بریدونه ترسره کړل، چې په نوموړې سیمه کې د اربکي قومندان لقمان په مشري سره راټول شوي وو او د مجاهدینو په خلاف یې  دعملیاتو تابیا نیوله.

معلومات ښيي په دغو بریدونو کې ۴ تنه اربکیان ووژل شول، چې جسدونه یې دجګړې په ډګر کې پراته دي او خپله قومندان لقمان له نورو اربکیانو سره په سخت ټپي حالت کې له سیمې په تیښته لاړ.

دښمن د تلفاتو په لیدو له سیمو څخه د تيښتې په حال کې دی او له پرونه راهیسې ډيرې پراخه سیمې ترې تصفیه کړل شوې.

په دغو نښتو کې ۲ تنه مجاهدین شهیدان او ۴ نور ټپيان شوي.

مجاهدین په خورا عالي مورال سره د دښمن په وړاندې جګړه پرمخ  وړي او د دښمن پيل شوي عملیات يې له مطلقې ناکامۍ سره مخ کړي دي.

2018/4/22