بلخ: شولګر کې دښمن ۳ اولسي وګړي شهیدان کړل

په اولسي خلکو د بریدونو او وحشتونو په دوام پرون غرمه د کابل رژیم وحشیانو د بلخ ولایت، شولګر ولسوالۍ سدمیش سیمې ته د عملیاتو په نوم د عامه اولس وژني لپاره راغلي ول. د دغه جنایت پر مهال دښمن ۳ اولسي وګړي په خورا وحشت سره شهيدان کړي، د خلکو نقلیه وسائط یې سوځولي […]

په اولسي خلکو د بریدونو او وحشتونو په دوام پرون غرمه د کابل رژیم وحشیانو د بلخ ولایت، شولګر ولسوالۍ سدمیش سیمې ته د عملیاتو په نوم د عامه اولس وژني لپاره راغلي ول.

د دغه جنایت پر مهال دښمن ۳ اولسي وګړي په خورا وحشت سره شهيدان کړي، د خلکو نقلیه وسائط یې سوځولي دي.

وروسته یې د دې لپاره چې ځان بریالی وښیي اولسي خلک مجاهدین معرفي کړي، چې هیڅ حقیقت نه لري.

پاته دي نه وي چې شکست خوړلي دښمن همېشه اولسي خلکو ته تر مرګ ژوبلي او مالي زیان اړولو وروسته د ځان پاک ښوولو او د خلکو په سترګو کې د خاورو اچولو په موخه عام خلک مجاهدین یاد کړي، چې له حقیقت سره سمون نه خوري.

‏2021‏/4‏/13