بلخ: د چاربولک امنیه قومندان په روغتون کې ساه ورکړه

د بلخ ولايت د چهاربولک ولسوالۍ امنيه قومندان( ضابط خنجر) د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړ. نوموړی د ګوډاګي دښمن له هغې قوې سره ملګری و، چې  پنځه ورځي وړانديد د یادې ولسوالۍ اختپې، چارسرکې او ثوریانو سیمو ته د عملیاتو په موخه راغلې وه. خبروایي ضابط خنجر لومړی له مجاهدینو  سره په مخامخ […]

د بلخ ولايت د چهاربولک ولسوالۍ امنيه قومندان( ضابط خنجر) د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړ.

نوموړی د ګوډاګي دښمن له هغې قوې سره ملګری و، چې  پنځه ورځي وړانديد د یادې ولسوالۍ اختپې، چارسرکې او ثوریانو سیمو ته د عملیاتو په موخه راغلې وه.

خبروایي ضابط خنجر لومړی له مجاهدینو  سره په مخامخ نښته کې سخت ژوبل او روغتون ته ولیږدول شو.

د ترلاسه شویو معلواتو له مخې نوموړې تیره شپه شاوخوا ۱۰ بجې د شاهین قول اردو په روغتون کې دژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

یاد قومندان د خاص بلخ ولسوالۍ أړوند دیلمان کلي اوسیدونکی ، د اشغالګرو ډیر وفادار جاسوس او زیات وحشي او ظالم کس و.

نوموړي  ۵ کاله د چمتال ولسوالۍد امنیه قومندان په توګه دنده ترسرکړې او له تیرو ۴ کالوراهیسې په چاربولک ولسوالۍ کې امنیه قومندان و.

دیادولو وړده چې پرونۍ جګړه کې پر نوموړې سربیره ۲ نور قومندانان(الماس او سرور) له ۱۷ تنه عسکرو او اربکیانو سره ووژل شول او د قومندان (لقمان) په ګډون ۱۶ تنه نور ټپيان شول.

2018/4/22

—————