بلخ: دولت اباد او چاهي کې ۷ عسکر له مجاهدینو سره یو ځای شول

له مزدوري ادارې د افرادو د تېښتې په دوام پرون د بلخ ولایت په دولت اباد او چاهي ولسوالیو کې  دحقیقتونو د درک په نتېجه کې د کابل ادارې ۷ عسکر او اربکیان د امیرالمؤمنین د عفوې له فرمان څخه په استفاده له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول. د […]

له مزدوري ادارې د افرادو د تېښتې په دوام پرون د بلخ ولایت په دولت اباد او چاهي ولسوالیو کې  دحقیقتونو د درک په نتېجه کې د کابل ادارې ۷ عسکر او اربکیان د امیرالمؤمنین د عفوې له فرمان څخه په استفاده له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول.

د شاه محمد ولد محمد کریم، عبدالحی ولد دولت ، ګلدی مراد ولد خان ګلدی، عبدالکریم ولد مولام ، اسدالله ولد مولام، سیداحمد ولد محمد ابراهیم او محمد نسیم ولد محمد شریف په نومونو دغو کسانو له جګړې او مخالفته د بیزارۍ په اعلانولو سره په تېرو اعمالو پښېماني څرګنده کړې او ژمنه یې کړې ده چې تر دې وروسته به د مزدوري ادارې لپاره هیڅ فعالیت نه کوي.

مجاهدینو د دوی د راتلو هرکلی کړی او د رسمي امن کارډونو په ورکولو سره ازاد ژوند ته سوق کړل شوي دي.

‏۰۴‏/۰۸‏/۲۰۲۱