بلخ: خاص بلخ کې دښمن کور او مسجد تخریب، ۶ اولسي وګړي شهيدان او ژوبل کړل

په ديني مراکزو، اولسي کورونو او عامو خلکو باندې د وحشي رژیم د ټوپکیانو د جنایتونو په دوام تېره شپه ۲ بجې مزدور دشمن د خاص بلخ ولسوالۍ حسن خیلو سیمه کې د څرخکو په مټ دروند بمبار کړی، چې له کبله يې د کلي مسجد شهيد شوی، مسجد ته نزدې یو کور هم ویجاړ […]

په ديني مراکزو، اولسي کورونو او عامو خلکو باندې د وحشي رژیم د ټوپکیانو د جنایتونو په دوام تېره شپه ۲ بجې مزدور دشمن د خاص بلخ ولسوالۍ حسن خیلو سیمه کې د څرخکو په مټ دروند بمبار کړی، چې له کبله يې د کلي مسجد شهيد شوی، مسجد ته نزدې یو کور هم ویجاړ شوی، ۱ ښځه او ۱ نارینه په شهادت رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه د یادې ولسوالۍ په عمرخیلو کې هم د سې ای اې کرایي قاتلینو ۳ اولسي وګړي شهيدان او ۱ ژوبل کړ.

‏۲۰۲۱‏/۴‏/۱۵