بلخ: خاص بلخ کې جلا بریدونو ۹ ګوډاګیان مړه او ژوبل کړل

پرون غرمه ۱۱ بجې مجاهدینو د بلخ ولایت، خاص بلخ ولسوالۍ په سه جوی سیمه کې د مزدور دښمن په پوسته د درازنوف په مټ برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې ۱ مزدور عسکر ووژل شو. پرون شپه د چهارسنګ سیمه کې کجې ته څېرمه د دښمن په پوسته د لیزري ټوپکو او […]

پرون غرمه ۱۱ بجې مجاهدینو د بلخ ولایت، خاص بلخ ولسوالۍ په سه جوی سیمه کې د مزدور دښمن په پوسته د درازنوف په مټ برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې ۱ مزدور عسکر ووژل شو. پرون شپه د چهارسنګ سیمه کې کجې ته څېرمه د دښمن په پوسته د لیزري ټوپکو او نورو په مټ برید ۴ مزدور عسکر وژل شوي او ۱ ژوبل دی. همداراز ماسپښین ۲ بجې د عمرخیلو سیمې ته په راغلو هغو ګوډاګیانو هم برید ترسره شوی، چې هلته یې د عملیاتو په نوم اولس ضد وحشتونه ترسره کول. دغو بریدونو کې ۳ مزدور عسکر قتل او نور له سیمې وتښتېدل.

‏2021‏/4‏/15