بغلان کې ۳ ټانکونه ۴ موټر تخریب، ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

پرون شپه مجاهدینو د بغلان ولایت، دهنه غوري ولسوالۍ په تېپه سنګک پوسته د لیزري ټوپک په مټ برید کې د پوستې په پیره ولاړ ګوډاګی وژلی دی. همداراز پرون د پلخمري ولسوالۍ کې د مزدور دښمن په ستر اکمالاتي کتار هم د مجاهدینو لخوا وسله وال برید ترسره شو، چې په ترڅ کې یې […]

پرون شپه مجاهدینو د بغلان ولایت، دهنه غوري ولسوالۍ په تېپه سنګک پوسته د لیزري ټوپک په مټ برید کې د پوستې په پیره ولاړ ګوډاګی وژلی دی.

همداراز پرون د پلخمري ولسوالۍ کې د مزدور دښمن په ستر اکمالاتي کتار هم د مجاهدینو لخوا وسله وال برید ترسره شو، چې په ترڅ کې یې د کابل رژیم ۳ هاموي، ۱ ضربتي ټانک او ۴ ستر بار وړونکي موټر په بشپړ ډول تخریب، ۲ نور چپه شوي دي.

همداراز دغو بریدونو کې دشمن ته د سر زیان هم اوښتی، خو د کره شمېر په اړه یې دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

‏2021‏/4‏/15