بغلان کې به د ګزه ګیل سب سټیشن غصب شوې ځمکه ژر له غاصبینو راوګرځول شي

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۷) له غاصبینو د برېښنا شرکت اړوند ځمکو بیرته راګرځولو په تړاو د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا محمد حنیف حمزه د لارښوونې سره سم، د بغلان ګزه ګیل سب سټیشن اړوند غصب شوې ځمکې بیرته راګرځولو هڅې پیل شوي دي. د بغلان ولایت امنیتي مسؤلینو د بغلان برېښنا مشرتابه سره […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۷) له غاصبینو د برېښنا شرکت اړوند ځمکو بیرته راګرځولو په تړاو د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا محمد حنیف حمزه د لارښوونې سره سم، د بغلان ګزه ګیل سب سټیشن اړوند غصب شوې ځمکې بیرته راګرځولو هڅې پیل شوي دي.
د بغلان ولایت امنیتي مسؤلینو د بغلان برېښنا مشرتابه سره د ګزه ګیل سب سټیشن غصب شوې ځمکې بیرته راګرځولو او غاصبینو موندنې ژمنه وکړه.
خنجانو او دوشي ولسواليو ته د بغلان رئیس ملا سردارولي حمزه د سفر پر مهال د خنجانو امنیې قوماندانۍ مسؤلینو ژمنه کړې، چې د غاصبینو د موندنې لپاره به جدي هڅې پیل کړي، څو د قانوني اسنادو له مخې د ګزه ګېل او د برېښنا شرکت اړوند نوري ټولې غصب شوې ځمکې له غاصبینو بیرته راوګرځوي.